ژبه

ازبکستاني پلاوي د قوش‌تېپې کانال چارو پرمختګ برخه کې همکارۍ ته چمتووالی ښودلی

[restrict paid="true"]

کابل (پژواک، ۵ وږی ۱۴۰۲): د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وایي چې ازبکستاني پلاوي د نورو برخو ترڅنګ د قوش‌تېپې کانال چارو پرمختګ او افغانستان کې د خاورې څېړنو برخو کې همکارۍ ته چمتووالی ښودلی دی.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له خوا خپره شوې یوه خبرپاڼه کې راغلي، د دغه وزارت سرپرست مولوي عطاء عمري کابل ته له راغلي ازبکستاني پلاوي سره په کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د کرنې برخه کې د اړیکو پر پیاوړتیا او د دواړو هېوادونو پانګوالو د ستونزو حل په اړه خبرې وکړې

سرچینې زیاته کړې، عمري په دې کتنه کې وویل چې افغانستان او ازبکستان له یو بله متاثر هېوادونه دي او د کرنې په برخه کې یې د یو بل تجربو پر شریکولو ټینګار وکړ.

عمري دغه راز یاد پلاوي ته د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کاري برخو په اړه معلومات ورکړل او له هغوی يې د اصلاح شوو تخمونو په برخه کې د افغانستان له خلکو سره د همکارۍ غوښتنه وکړه.

په خبرپاڼه کې دغه راز ویل شوي، د ازبکستان ځانګړي استازي عصمت‌الله ایرګاشیف له افغانستان سره د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ په برخو کې همکارۍ ته د خپل هېواد چمتووالي په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې هېواد يې له افغانستان سره  د کرنې، په ځانګړي ډول د اصلاح شوو غنمو او وریجو د کښت په برخو کې مرستې ته چمتو دی.

د کرنې وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي، د ازبکستان د اوبو لګولو وزارت لومړي مرستیال عظیم جان نظروف هم د اوبو لګولو او برېښنا د څېړنې او تولید په برخه کې د خپل هېواد د همکاریو په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه، ازبکستان د قوش‌تېپې کانال چارو پرمختګ او افغانستان کې د خاورې د څېړنو په برخو کې همکارۍ ته چمتو دی.

ټاکل شوې دواړه لوري او تخنیکي استازي یې په نږدې راتلونکي کې د کرنې او مالدارۍ برخه کې د همکاریو پراخولو په موخه یو ځل بیا سره وګوري او خبرې اترې وکړي.

د یادونې ده، د ځینو وزارتونو وزیرانو او چارواکو په ګډون د ازبکستان یو ۳۰ کسیز پلاوی افغانستان ته راغلی دی.

د قوش‌تېپې کانال یوه ستره ملي پروژه ده چې د تېر جمهوري حکومت پر مهال یې چارې پیل شوې او اوس یې د اسلامي امارت له خوا هم کارونه په چټکۍ سره روان دي. دغه کانال د بلخ په کلدار ولسوالۍ کې له امو سینده پیلېږي، بیا له بلخ، فاریاب او جوزجان ولایتونو تېرېږي او ټول ۲۸۵ کیلومتره اوږدوالی، لس متره ژور والی او سل متره سور لري.

د ملي پراختیا شرکت وايي، د قوش‌تېپې کانال کې اوسمهال ۴ زره ماشینري او ۷ زره کارکوونکي په کار بوخت دي ا و د دې پروژې د لومړي فاز چارې ۷۲ سلنه بشپړې شوې دي.

‏مسوولين زياتوي، د قوش‌تېپې کانال پروژې په تطبیق سره به ۵۸۰ زره هکټاره ځمکه خړوبه شي او افغانستان به د کرنې برخه کې پر خپل ځان بسیا شي.

[/restrict]

ورته موضوع