[restrict paid=”true”]
تالقان (پژواک، ۷ وږی ۱۴۰۲): د تخار ځایي مسوولین وایي چې د دغه ولایت په رستاق ولسوالۍ کې د سرو زرو یوه کان لوېدو پېښه کې درې کانکيندونکي مړه شوي دي.
د تخار امنیې قوماندانۍ ویاند عبدالمبین صافي د وږي په ۷مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې دا پېښه د سه شنبې ورځ له غرمې مخکې شاوخوا لس بجې د رستاق ولسوالۍ د قرلق حوزې د دشت عرب په سیمه کې شوې ده.
هغه زیاته کړه چې هلته د کیندنو پر مهال د سرو زرو یو کان غورځېدلی چې له امله یې درې کانکیندونکي مړه شوي او د هغوی د را ایستلو لپاره هڅې روانې دي.
د یادونې ده، له دې مخکې هم په تخار کې د سرو زرو کانونو کې د کیندنو پر مهال کارګر مړه شوي دي.
[/restrict]
Views: 124
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن