ګردېز (پژواک، ۲۸ وږی ۱۴۰۲): د پکتیا کرنې ریاست مسوولین وايي چې د روان لمریز کال په تېرو شپږو میاشتو کې په دغه ولایت کې ۳۱۷ ټنه عسل تولید شوي چې د تېر کال د همدې مودې په نسبت شاوخوا دېرش برابره زیاتوالی ښيي.
د پکتیا د کرنې او مالدارۍ ریاست د شاتو مچیو روزنې مدیر نجیبالله محرابي پژواک خبري اژانس ته وویل چې تېر کال په دغه ولایت کې د پرلهپسې بارانونو له امله مچیو او تولیداتو ته یې سخت زیان واوښت خو سږ کال تر اوسه ۳۱۷ ټنه عسل توليد شوي دي.
هغه زیاته کړه چې د تېر کال په یاده موده دغه اندازه یوازې لسنیم ټنه وه چې شاوخوا ۳۰ برابره زیاتوالی په کې راغلی دی.
د محرابي په خبره، اوس مهال په پکتيا کې د مچيو روزنې ۳۴۵ فارمونه دي او سږ کال یې له دغو فارمونو ۱۵ زره صندوقه مچۍ هم پلورلې دي.
بلخوا په دغه ولایت کې د شاتو مچیو فارملرونکي د کرنې له ریاسته غواړي چې د مچیو روزنې برخه کې دې مرسته ورسره وکړي.
د پکتیا د احمدابا ولسوالۍ اوسېدونکي بشير احمدزي چې د مچیو فارم لري، پژواک ته وویل، د دغه ولایت عسل نړۍوال شهرت لري او په وینا يې ډېر یې عربي هېوادونو ته صادرېږي.
هغه وايي، په پکتیا کې ډېر داسې کیابه ګلان شته چې په نورو ولایتونو کې نشته نو ځکه دلته تولیدېدونکي عسل خلک ډېر خوښوي.
نوموړی زیاتوي چې حکومت دې د مچیو مسلکي روزنې برخه کې مرسته ورسره وکړي؛ ځکه کله چې یې مچۍ ناروغې شي، نه پوهېږي څه چاره یې وکړي.
د کرنې ریاست معلوماتو له مخې، د شاتو مچیو روزنه په پکتیا کې اوږده مخينه لري او هر کال بهر ته، په ځانګړې توګه عربي هېوادونو ته هم صادرېږي.
Views: 91
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن