[restrict paid="true"]

کابل (پژواک، د تلې لومړۍ نېټه ۱۴۰۲): په ننګرهار ، لغمان، بادغیس او نیمروز ولایتونو کې د ترافیکي پېښو له امله ۳۸ کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.

د ننګرهار امنيې قوماندانۍ وياند عبدالبصير زابلي د تلې په لومړۍ نېټه پژواک خبري اژانس ته وويل، نن مازديګر د جلالاباد – تورخم پر لويه لاره د مومندرې ولسوالۍ اړوند په شهيد موړ سيمه کې يو ټوډي موټر د تېزې تګ له امله چپه شوی دی.

هغه زياته کړه، په دې پېښه کې يو کس مړ شوی او ۴ نور ټپيان دي.

نوموړی دغه راز وايي، نن له غرمې مخکې هم د جلالاباد – تورخم لويې لارې په اوږدو کې د نهمې ناحيې اړوند سورخ دېوال سيمه کې يو ټوډي او سراچه موټرو ټکر کړی دی.

د هغه په وینا، په دې پېښه کې څلور کسان ټپيان شوي دي.

د زابلي د معلوماتو له مخې، د دغو دواړو پېښو ټپيان د جلال اباد حوزوي روغتون ته د درملنې لپاره لېږدول شوي دي.

د يو بل خبر له مخې نن ماښام شاوخوا ۷ بجې د کابل – جلالاباد لویې لارې اړوند د لغمان د قرغيو ولسوالۍ په خېروخېلو سيمه کې هم د زرنج موټرسايکل او فلاینکوچ موټر ترمنځ ټکر شوی دی.

د لغمان امنیې قوماندانۍ وياند يونس يوسفزي پژواک ته وويل، په پېښه کې د يوه ماشوم او يوې مېرمنې په ګډون پنځه کسان ټپيان شوي دي.

د کابل – جلالاباد او جلالاباد – تورخم يو له خونړيو لارو دي چې ډېر کله په کې د موټرچلوونکو د ګړندي تګ او بې احتياطۍ له امله ترافيکي پېښې کېږي.

بلخوا ځایي چارواکو ویلي چې د نیمروز په غورغوري سیمه کې د سپرلیو ۴۰۴ ډوله موټر له سړکه اوښتی او چپه شوی دی.

ځایي سرچینو ویلي، په دې پېښه کې یو کس مړ او ۱۸ نور ټپیان شوي چې په کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

د سرچینو معلوماتو له مخې، ټپیان د زرنج روغتون ته لېږدول شوي او د هغوی روغتیایي حالت د اندېښنې وړ ښودل شوی دي.

د یو بل خبر له مخې، د بادغیس په مرکز قلعهنو کې د یوې ترافیکي پېښې له امله یو کس مړ شوی دی.

دغه راز په پروان کې هم په دوو ترافیکي پېښو کې پنځه کسان ټپیان شوي دي.

د پروان امنیې قوماندانۍ له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، لومړۍ پېښه د پروان اړوند د ده قاضي سیمه کې د یو کرولا او موټرسایکل ترمنځ شوې ده چې په پایله کې یې دوه موټرسایکل سپاره ټپیان شوي دي.

بلخوا د یاد ولایت مرکز چاریکارو ښار کې د یوې ريکشاء او سوزوکي موټر ترمنځ ټکر شوی چې په پایله کې یې درې کسان ټپیان شوي دي.

د یادونې ده، په دې وروستیو کې د هېوا په بېلابېلو سیمو کې ترافیکي پېښې زیاتې شوې دي. د پژواک د خپرو شوو راپورونو له مخې، د روان لمریز کال له پیله راهیسې په ټول هېواد کې شاوخوا څلور زره کسانو ته د ترافیکي پېښو له امله مرګژوبله اوښتې ده.

[/restrict]