د اسلامي امارت له حاکم کېدو ۲۲ میاشتې تېرېږي خو دغه حکومت تر اوسه هېڅ هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی مګر له لسو ډېرو هېوادونو ته یې خپل استازي استولي، د ایران، ترکیې، پاکستان په ګډون ځینو نورو هېوادونو خپل سفارتونه کابل کې پرانیستي، د ملګرو ملتونو اړوند دفترونه او ګڼې نړۍوالې ادارې هم فعالیت کوي او د سیمې هېوادونو سره سوداګرۍ هم روانه ده. سره له دي چې نړۍواله ټولنه پر اسلامي امارت کافي نیوکې لري؛ د سرپرست حکومت چارواکو ویلي چې افغانستان کې امن راغلی، خلکو ته چوپړ پیل شوی، پر هېواد پوره حاکمیت لري او په وړاندې هېڅوک هم په مقابله کې نه ګوري نو له دې امله بیا – بیا د رسمیت پېژندې او رسمي تعاملاتو غوښتنه کوي.
Views: 2
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP