د بهرنيو چارو وزير مولوي اميرخان متقي په مشرۍ د اسلامي امارت يو پلاوی امریکايي لوري سره د خبرو لپاره وړمه ورځ دوحې ته سفر کړی، وايي امریکایانو سره د بنديزونو او تورو لېستونو ختمولو، د افغانستان د بانکي زېرمو ازادولو او هوايي حريم پر نقض خبرې کوي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، په دې لیدنو کې به د بحث وړ اصلي موضوعګانې له افغانانو بشردوستانه او اقتصادي ثبات څخه ملاتړ وي. خو د اوسني حکومت ځینو مخالفو سیاسیونو دغه خبرې یو اړخیزه بللې وايي، په خبرو اترو کې باید ټول اړخونه شامل وي. اوس پوښتنه دا ده چې دغه لیدنې او کتنې اسلامي امارت سره د تعامل لپاره څومره مهمې دي؟
Views: 2
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP