Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

نړۍ د پژواک له کړکۍ: د اوټاوا ښار د ژمي واورین موسم

author avatar
1 Mar 2022 - 10:48
author avatar
1 Mar 2022 - 10:48

پژواک خبري اژانس دا ځل «نړۍ د پژواک له کړکۍ» خپرونه د کاناډا پلازمېنې اوټاوا ښار د ژمي موسم او واورې ته ځانګړې کړې ده. دغه ښار د کاناډا د اونټاریو ایالت اړوند او د شمالي امریکا لویې وچې د اوټاوا سین پر غاړه جوړ دی. له نن څخه ۱۶۵ کلونه پخوا د ۱۸۵۷ میلادي کال د ډسمبر په ۳۱مه د ملکې ویکټوریا له لوري د کاناډا پلازمېنې په توګه وټاکل شو. اوټاوا اوس نه یوازې د کاناډا پلازمېنه ده، بلکې د دغه ستر هېواد څلورم لوی او د نړۍ څلورم پاک ښار هم ګڼل کېږي. د یوې سروې له مخې، اوټاوا د عوایدو، هستوګنې، هوا او د ژوند د طریقې له نظره په کاناډا کې تر ټولو غوره ښار دی. اوټاوا څه باندې یو میلیون نفوس لري، ۶۰ سلنه وګړي یې په انګلیسي ژبه خبرې کوي، ۳۲،۶ سلنه ښاریان یې فرانسوي ژبې دي. دغه راز تر ټولو ډېر ۶۹.۱ اوسېدونکي یې اروپایان، نږدې پنځه سلنه اوسېدونکي یې ځایي سور پوستي او پاتې نور بېلابېل کډوال اقلیتونه دي خو د افغانانو شمېر لا هومره نه دی چې په فیصدۍ کې راشي. دغه راز اوټاوا د څلورو بېلو موسمونو په درلودو یو نیمګړی او براعظمي اقلیم لري؛ اوړی یې ګرم او مرطوب او ژمی یې سوړ وي. ژمی د پام وړ واورې په کې اوري چې په اوسط ډول یې کچه تر ۲۲۴ سانتي مترو پورې وي، دغه واوره له ډسمبر بیا تر مارچ او کله کله تر اپرېل میاشتې پورې پرته وي، خو لمرینې ورځې یې هم ډېرې وي. د ژمي په موسم کې یې د تودوخې درجه لکه د کابل په څېر اکثراً د سانتي ګراد په کچه له صفره کښته وي؛ کله کله تر ۱۵- او ځیني وخت تر ۲۷- پورې رسېږي.

Views: 3

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.