ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سږ کال له غزني هند ته د مڼو صادرات ډېر شوي

سږ کال له غزني هند ته د مڼو صادرات ډېر شوي

غزني‌ښار (پژواک، ۱۹ تله ۱۴۰۲): د غزني کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وايي چې سږ کال به له دغه ولایته هند ته د خصوصي سکټور له لارې په لویه کچه مڼې صادرې شي.

د غزني د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمدادریس حنیف پژواک خبري اژانس ته وویل، تر اوسه هندوستان هېواد ته ۲۵۰ زره ټنه مڼې د غزني له مرکز او واغظ، جغتو، خواجه‌عمري، اب‌بند او قره‌باغ ولسوالیو صادر شوې چې دا لړۍ لا هم روانه ده او په نږدې راتلونکي کې به د اټکل له مخې تر ۴۰۰ زره ټنه نورې مڼې هم صادرې شي.

نوموړي زیاته کړه، له غزني د تازه مڼو صادرات د ولایتي ادارې او سوداګرۍ خونې په همکارۍ په منظمه توګه او د یو منظم پلان پر بنسټ روان دي او د یوه خصوصي شرکت له لوري تر اوسه سلګونه لارۍ د بولدک له لارې په پنځلسو ورځو کې هند ته رسېدلې دي چې نن هم دوه لارۍ د قره‌باغ ولسوالۍ له عسکرکوټ سیمې باریږي او هند ته وړل کېږي.

د ده  په وینا، سږ کال د لندې مېوې، په ځانګړي ډول د انګورو، مڼو او الوبخارا حاصلاتو کې لس سلنه زیاتوالی راغلی چې د صادراتو له اړخه به افغان سوداګرو ته په میلیونونو امریکايي ډالر ګټه ورسېږي.

حنیف وايي، تېر کلونه د صادراتو ټوليزه کچه شاوخوا درې لکه ټنه وه چې تر ډېره پاکستان، هند، متحده عربي امارات او نورو ته صادرېدې خو سږ کال لومړی ځل دی چې دوه ډوله مارلینګ او لیبنانۍ مڼې په دومره لویه کچه هند ته صادریږي.

په ورته وخت کې د غزني یو شمېر بڼوال بیا وایي چې سږ کال په دغه ولایت کې د مڼو حاصلات د نورو کلونو په نسبت د پام وړ ډېر شوي، خو بڼوال که څه هم د خپلو باغونو حاصلاتو ته خوښ دي خو وایي چې ترلاسه کېدونکي عواید یې پر باغونو شوی لګښت هم نه پوره کوي.

د غزني د مرکز اړوند حسن‌اباد سیمې یوه بڼوال جانو پژواک ته وویل، سږ کال یې د مڼو حاصلات شاوخوا ۷ زره منه کېږي چې د تېرو کلونو په نسبت دوه برابره ډېر شوي دي.

هغه وویل، نور کلونه به یو من جاپانۍ، سوپرګلډن، ریچیپ، مارلینګ، لیبنانۍ او ريډي مڼې تر ۳۰۰ افغانیو پورې پلورل کېدې خو سږ کال چې هند هېواد ته هم صادریږي یو من مڼې له ۱۰۰ تر ۱۵۰ افغانیو پورته پلورل کېږي چې یوازې شوی لګښت هم نه شي پوره کولی.

یوه بل بڼوال شهزادګل پژواک ته وویل: «اوس د مڼو راټولولو وخت دی نو مجبور خپل حاصلات د دې لپاره په ټيټه بيه وپلورو چې خراب نه شي؛ ځکه په وینا یې، د سړو خونو نشتوالي له امله مېوې په کمه موده کې خرابېږي.»

دوی له حکومته غوښتنه کوي چې د مېوو بيې ټيټېدو په صورت کې د سړو خونو جوړولو برخه کې کوښښ وکړي.

بلخوا، د غزني سوداګرۍ او صنايعو خونې مسوولین هم وايي، هند ته د بولدک له لارې د مڼو صادرات ډېر شوي دي.

د یادې خونې مشر عبدالمتین قلندري پژواک ته وویل، د دغو مڼو په صادرولو سره ټوله ګټه یوازې سوداګرو ته رسېږي نه بڼوالو او بزګرو ته؛ ځکه چې په وینا یې، سوداګر له بڼوالو مڼې په ټيټه بیه اخلي او علت یې د سړو خونو نشتوالی دی.

نوموړي زیاته کړه: «که سړې خونې موجودې وي، مېوې ساتل کېږي او د بازار له غوښتنې سره سم عرضه کېږي چې بیا نه بڼوال او نه هم خلک زیانمنېږي.»

د مڼو باغونه د غزني ښار په ګډون د دغه ولایت په خواجه‌عمري، خوګیاڼو، واغظ، ده‌یک، اندړ، قره‌باغ، مقر، ګيلان، ګېرو، اب‌بند، ناوه، جغتو، زنخان، جاغوري، مالستان، اجرستان او نورو ولسوالیو کې دي.

غزني د افغانستان یو له کرنیزو ولایتونو شمېرل کېږي او اتیا سلنه خلک یې د کرنې له لارې د خپل ژوند اړتیاوې پوره کوي.

Views: 182

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.