[restrict paid="true"]
اټلانټا (پژواک، ۲۵ تله ۱۴۰۲): د کرکټ نړۍوال جام سیالیو په لړ کې د نیدرلینډ کمزورې لوبډلې د سوېلي افریقا پیاوړې لوبډلې ته حیرانوونکې ماتې ورکړه.
د دې لوبې پچه سوېلي افریقا وګټله او لومړی یې نیدرلینډ ته د توپوهنې بلنه ورکړه، دا لوبه چې د باران له امله زیانمنه شوې وه، ۴۳ اورونو ته راټیټه شوه.
د نیدرلینډ په پنځوسو منډو کې څلور او په سلو کې یې شپږ لوبغاړي سوځېدلي وو، خو وروستنیو لوبغاړو، په ځانګړې توګه سکاټ ایبټ خوندوره لوبه وکړه او د خپلې لوبډلې منډې یې په ټاکل شوو ۴۳ اورونو کې د نهو لوبغاړو په سوځولو ۲۴۵ ته ورسولې.
خو د سوېلي افریقا لوبغاړو یاد هدف ترلاسه نه شو کړای او په پرلهپسې توګه وسوځېدل، دغه راز د سوېلي افریقا ټوله لوبډله په درې څلوېښتم اوور کې په ۲۰۷ منډو وسوځېده.
دغه راز نیدرلینډ دا لوبه د ۳۸ منډو په توپیر وګټله.
د نن ورځې لوبې سره په دغه نړۍوال جام کې ګډونکوونکو لوبډلو ټولو درې درې لوبې کړې دي، هندوستان او نیوزیلینډ خپلې ټولې لوبې ګټلې، هند لومړی او نیوزیلینډ په دویم مقام کې دي، سوېلي افریقا او پاکستان درېیو کې دوه دوه ګټلې، افریقا درېیم او پاکستان په څلورم مقام کې دي، انګلیستان، افغانستان، بنګلهدېش، اسټرالیا او نیدرلینډ په درېیو کې یوه یوه لوبه ګټلې او په پرلهپسې توګه په پنځم، شپږم، اووم، اتم او نهم مقامونو کې دي.
سریلانکا تر اوسه هيڅ لوبه نه ده ګټلې او په درېیو کې یې درې واړه بایللې دي.
ټاکل شوې سبا افغانستان خپله څلورمه لوبه له نیوزیلینډ سره ترسره کړي.
[/restrict]
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP