کندهار (پژواک، ۲۶ تله ۱۴۰۲): یو شمېر مسافر شکایت کوي چې پاکستاني ځواکونو د سپینبولدک – چمن دروازه کې له شاوخوا یوې اونۍ راهیسې شرایط سخت کړي دي.
د دې لارې مسافر او کاروباریان وایي، که څه هم له دوی سره تذکرې شته خو بیا هم پاکستاني ځواکونه ترې پيسې غواړي او که ور یې نه کړي، وهي او ډبوي یې.
د کندهار اوسېدونکی قدرتالله وايي، د دې دروازې له لارې کوېټې ته ځي؛ دوه ځلې پاکستاني ځواکونو راګرځولی او د پيسو له ورکولو سره سره یې اجازه نه ده ورکړې، ولاړ شي.
هغه په دې اړه وویل: «له سره د کندهار تذکره ده، د پاکستان له خوا په دروازه کې ټاپه شوې هم ده، خو اوس اجازه نه راکوي، پيسې یې هم راڅخه واخیستې، خو بیا هم وایي، لاړ شه پاسپورټ او ویزه واخله.»
د ډیورنډ فرضي کرښې دواړو غاړو ته پراته خلک وایي، هیڅکله پر دې لار خلک پر پاسپورټ نه دي تللي، اوس هم باید د پخوا په څېر په تذکره د تګ راتګ اجازه ولري.
د سپینبولدک یو اوسېدونکی محمدحسن وایي، پر دې دروازه په پاسپورټ تګ راتګ ورته د منلو نه دی او نه به دا تګلاره د زور له لارې پر خلکو عملي شي.
نوموړي زیاته کړه: «موږ سهار او ماښام پر دغه لار ځو او راځو، قریبان او دوستان مو د ډیورنډ کرښې ها غاړه دي، نو دا خو هیڅ امکان نه لري چې موږ هره ورځ ویزه واخلو او په پاسپورټ تګ راتګ وکړو.»
د دې لارې کاروباریان هم وایي، د ډيورنډ فرضي کرښې دواړه غاړو ته پراته خلک ډېری یې د همدې دروازې له لارې خپل کاروبار کوي او د خپلو کورنیو لګښتونه پوره کوي خو اوس پاکستان غواړي چې د دوی مخه ونیسي.
د سپینبولدک یو بل اوسېدونکی محمدحق چې پر دې لار توکي لېږدوي، وايي، پاکستان غواړي خلکو ته ستونزې زیاتې کړي او د دې فرضي کرښې دواړه غاړو ته د پرتو ولسونو ترمنځ نوره هم فاصله زیاته کړي.
هغه وویل: «د پاکستان خو مطلب دا دی چې پر موږ رزق ودروي، موږ او نور دوستان مو چې په چمن یا کوېټه کې دي، له هغوی مو لا لرې کړي، غواړي د ډیورنډ کرښه د یوه رسمي سرحد په توګه عملي وښيي، خو موږ به دغه کار ته اجازه ورنه کړو.»
دغه راز د کندهار د سپينبولدک ولسوال ملا عبدالله بشیر هم وايي، په دې ورستیو کې د سپینبولدک – چمن تر منځ پر دروازه پاکستاني لوري ستونزې ډېرې کړې دي.
د هغه په وینا، دا ستونزې هغه وخت زیاتې شوې چې د پاکستان حکومت له دغه هېواده د افغان کډوالو ایستلو پرېکړه وکړه.
هغه زیاته کړه: «د سپینبولدک – چمن دروازه کې مشکلات یو څه زیات شوي؛ خلک یو څه ځنډیږي؛ ځکه پاکستان کې مهاجرینو ته ویل شوي چې تاسې به ځئ خپل هېواد ته، نو په لار کې هم دوی ته مشکلات جوړ شوي، په دې اړه په لوړه کچه خبرې شوې او موږ هم دلته په دروازه کې له پاکستاني لوري سره خبرې کړې، دوی وعدې کړې خو مشکلات لا هم نه دي حل شوي.»
نوموړی پر دې لاره د پاسپورټ او ویزې د عملي کېدو په اړه څه نه وایي، خو زیاتوي چې پر لویو مسایلو د دواړو هېوادونو لوړپوړي مسوولین خبرې کوي.
که څه هم پاکستان له دې مخکې هم هڅه کړې چې پر ډیورنډ فرضي کرښه تګ راتګ په پاسپورټ ترسره شي، خو د دې کرښې دواړه غاړو ته پرتو ولسونو یې په کلکه مخالفت کړی دی.
Views: 129
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن