ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پاکستان پنجاب کې پر یوه پوځي هوایي ډګر ډله‌ییز برید کې درې الوتکې زیانمنې شوې دي

د پاکستان پنجاب کې پر یوه پوځي هوایي ډګر ډله‌ییز برید کې درې الوتکې زیانمنې شوې دي

author avatar
4 Nov 2023 - 23:24
د پاکستان پنجاب کې پر یوه پوځي هوایي ډګر ډله‌ییز برید کې درې الوتکې زیانمنې شوې دي
author avatar
4 Nov 2023 - 23:24

اټلانټا (پژواک، ۱۳ لړم ۱۲۴۰۲): د پاکستان د پنجاب ایالت په میانوالي سیمه کې پر یوه پوځي هوایي ډګر ډله‌ییز برید شوی چې له امله یې یو شمېر الوتکو ته زیان اوښتی دی.

پاکستاني رسنیو د لړم په ۱۳مه خبر ورکړی چې دغه ډله‌ییز برید نن سهار وخته په میانوالي کې د هوایي ځواکونو پر یوه روزنیز پوځي هوایي ډګر شوی دی.

د پاکستان د پوځ له خوا خپره شوې یوه خبرپاڼه کې راغلي چې له څو ساعته نښتې وروسته نهه واړه بریدګر وژل شوي خو د پوځ سرتېرو ته زیان نه دی اوښتی.

سرچینې زیاته کړې چې په دغه برید کې درې پوځي الوتکې زیانمنې شوې دي.

د تحریک جهاد پاکستان (TJP) په نوم یوې نوې راپورته شوې وسله‌والې ډلې چې د تحریک طالبان پاکستان (TTP) له غورځنګ سره تړلې ده، رسنیو ته په یوه استولي بیان کې د برید مسوولیت پر غاړه اخیستی دی.

د یادونې ده، پرون په بلوچستان کې هم د یوه برید پر مهال ۱۴ پاکستاني سرتېري وژل شوي وو.

Views: 207

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.