ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اروزګان کې تازه راستنو شوو کډوالو ته کمپ جوړېږي

اروزګان کې تازه راستنو شوو کډوالو ته کمپ جوړېږي

author avatar
6 Nov 2023 - 11:58
اروزګان کې تازه راستنو شوو کډوالو ته کمپ جوړېږي
author avatar
6 Nov 2023 - 11:58

ترینکوټ (پژواک، ۱۵ لړم ۱۴۰۲): د اروزګان ولایت په مرکز ترینکوټ کې له پاکستانه د را ایستل شوو افغان کډوالو لپاره د لنډمهال کمپ جوړولو چارې پيل شوې.

د اروزګان ځایي مسوولین وایي چې په یاد کمپ به تر  ۱۰۰ پورې کورنیو ځایېدو وړتیا ولري.

د اروزګان والي مولوي محمدعلي جان احمد له یاد کمپه د لیدنې پر مهال رسنیو ته وویل، په تېرو څلورو ورځو کې شاوخوا ۱۵۰ اروزګاني کورنۍ دلته د لنډې مودې لپاره مېشتې شوې دي.

هغه زیاته کړه، د یاد کمپ د جوړېدو موخه راستنېدونکو کورنیو ته د اسانتیاوو برابرول دي.

هغه وايي، په دغه کمپ کې به کډوالو ته خوراکي او غیرخوراکي توکي او درمل ورکول کېږي.

احمد وايي: «دلته به له پاکستانه تازه راغلې کورنۍ په لنډمهاله توګه مېشتوو، وروسته هغه چې خپل کلی او کور ولري، نو تر کورونو رسول کېږي او هغه کورنۍ چې د اوسېدو لپاره مناسب ځای نه لري، ترینکوټ ښار کې په کرایه توګه کورونه ورته نیول کېږي.»

د اروزګان والي ډاډ ورکړ چې د یادو کورنیو لاسنیوی به اوږدمهاله وي او تر درېیو میاشتو د کورونو د کرایې ورکولو په ګډون به بېلابېلي بشري مرستې هم ورسره کېږي.

دی وايي، اروزګان کې د تازه راستنې شوو کورنیو د سبمالښت لپاره یوه ګډه کمېټه جوړه شوې چې په بېلابېلو برخو کې کار کوي.

هغه وویل، دغه کمېټه تازه جوړ شوي پنډغالي ته د اسانتیاوو برابرولو ترڅنګ خپلو سیمو ته د راستانه شوو کورنیو د لېږد او د هغه کرایي کورونو پر بيو هم د نظارت مسوولیت لري چې د راستنېدونکو کډوالو د اوسېدو لپاره نیول کېږي.

هغه وویل، اروزګاني مسوولین او ولسونه خپلو راستانه شوو هېوادوالو بیا راتګ ته خوشحاله دي او په هره برخه کې د پوره لاسنیوي ډاډ ورکوي.

بلخوا دغه ولایت ته له پاکستانه راستانه شوي کډوال هم د حکومت له مرستو خوښ دي.

د اروزګان د چورې ولسوالۍ یو اوسېدونکی خالقداد چې شپږ کاله د پاکستان په ځنګل سیمه کې له خپلې لس کسیزې کورنۍ سره اوسېدلی، پژواک ته وايي، پاکستاني حکومت په داسې حال کې له خپل کوره‎ ایستلی چې د کار وسایل او څاروي هم ترې پاتې شوې دي.

د اروزګان د خاص اروزګان ولسوالۍ یوه بل اوسېدونکي محمدنعیم چې له خپلې کورنۍ سره یو ځای ترینکوټ کې تازه جوړ شوي کمپ کې مېشت دی، وویل، خوښ دی چې په خپل هېواد کې يې د حکومت او خلکو له خوا تود هرکلی شوی.

دی وايي، د حکومت له خوا خواړه او د اړتیا وړ نور توکي ورته برابر شوي دي.

Views: 47

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.