مزارشریف-مهترلام (پژواک، ۱۵ لړم ۱۴۰۲): په بلخ او لغمان ولایتونو کې د ۴۲ میلیونو افغانیو په لګښت د شپږو سړکونو د پخولو او درېیو سړو خونو د بیارغولو چارې پيل شوې.
د مزارشریف ښاروال محمدکاظم طارق وایي، د مزارشریف ښار د درېیمې ناحیې کارته باختر سیمه کې د څه باندې ۷ میلیون افغانیو په لګښت د شپږو فرعي سړکونو د کانکرېټولو چارې پیل شوې.
هغه وایی، دغه سړکونه د ښاروالۍ له پراختیایي بودجې څخه د درېیو میاشتو په موده کې جوړېږي.
هغه زیاتوي، یاد شپږ فرعي سړکونو په ټولییزه توګه ۱۱۰۰ متره اوږدوالى لري او هر یو یې ۷ متره پلنوالی لري.
په همدې حال کې د یادې سیمې اوسېدونکي د دغه سړکونو جوړېدو ته خوښ دي.
د مزارشریف ښار د کارته باختر سیمې اوسېدونکي ملیار رشیدي پژواک ته وویل: «خوښ یو چې د کارته باختر د سړکونو جوړیدو چارې پیل شوې؛ ځکه له ډېرو کلونو مو بار بار له حکومته د دغه سړکونو د جوړیدو غوښتنه کړې وه، خو هیڅ پاملرنه ورته نه وه شوې.»
هغه له حکومته غوښتنه وکړه چې د دغه ډول نورو پروژو لپاره هم عملي ګامونه پورته کړي.
دغه راز د یوه بل خبر له مخې، لغمان کې د درې بابه سړو خونو د ترمیم چارې پیل شوې.
د لغمان د کرنې رییس مولوي محمدولي محسن پژواک ته وویل چې د دغه ولایت به مرکز، قرغیو او الینګار ولسوالیو کې د ۳۵ میلیونو افغانیو په لګښت د درې بابه سړو خونو د ترمیم چارې پيل شوې.
هغه وویل چې د دغو سړو خونو د ترمیم لګښت د کرنې وزارت له خوا ورکول کېږي چې په جوړېدو سره به يې کروندګرو ته د محصولاتو په ساتلو کې اسانتیاوې رامنځته شي.
ورته وخت کې کروندګر هم د دغو سړو خونو جوړېدو ته خوښ دي.
د مهترلام اړوند باغ مرزا سیمې یوه کروندګر ملا عبدالرشید پژواک ته وویل: «د سړو خونو جوړېدل د ټول لغمان مېشتو بزګرانو غوښتنه وه، موږ خوښ یو چې د دولت له خوا یې نن عملآ د بیا ترمیم چارې پیل شوې.»
دغه راز، په لغمان کې د اقتصادي چارو یوه کارپوه محمد شمیم بزرګزاده پژواک ته وویل چې د سړو خونو جوړېدل او فعاله ساتل له کروندګرو سره د محصولاتو په ساتلو کې ډېره همکاري کوي.
هغه وایي چې د سړو خونو له جوړېدو سره د کروندګر په ژوند او اقتصاد کې مثبت بدلون راتللی شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP