Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د اقتصادي کمېسیون تخنیکي کمېټې د برېښنا پنځه‌کلن پراختیایي پلان په پرنسیپ کې تایید کړ

د اقتصادي کمېسیون تخنیکي کمېټې د برېښنا پنځه‌کلن پراختیایي پلان په پرنسیپ کې تایید کړ

author avatar
5 Dec 2023 - 10:43
د اقتصادي کمېسیون تخنیکي کمېټې د برېښنا پنځه‌کلن پراختیایي پلان په پرنسیپ کې تایید کړ
author avatar
5 Dec 2023 - 10:43

کابل (پژواک، ۱۴ لېندۍ ۱۴۰۲): د اقتصادي کمېسیون تخنیکي کمېټې د برېښنا پنځه‌کلن پراختیایي پلان په پرنسیپ کې تایید کړی چې له مخې به یې په راتلونکو پنځو کلونو کې د هېواد په کچه د ۳،۸ میلیارده ډالرو په لګښت د برېښنا د تولید شاوخوا ۲۰۰ بېلابېلې پروژې بشپړې شي.

د اقتصادي معاونیت خبرپاڼه کې راغلي چې د اقتصادي کمېسیون تخنیکي کمېټې خپله نوبتي غونډه ترسره کړه.

سرچینې لیکلي، دې غونډې ته د اوبو او برېښنا وزارت له لوري د برېښنا سکټور پنځه‌کلن پراختیايي پلان د بحث لپاره وړاندې شوی و چې له هر اړخیزې ارزونې وروسته په پرنسیپ کې تایید او د منظورۍ لپاره به اقتصادي کمېسیون ته وړاندې شي.

خبرپاڼه کې زیاته شوې، د دغه پنځه‌کلن پلان پر اساس به په راتلونکو پنځو کلونو کې د ۳،۸ میلیارده ډالرو په ارزښت د برېښنا د تولید شاوخوا ۲۰۰ بېلابېلې پروژې بشپړې شي چې له مخې به یې افغانستان د برېښنا تولید برخه کې پر ځان بسیاینې ته نږدې شي.

سرچینه کې راغلي، په دې غونډه کې د افغانستان د غالیو تولیدوونکو او صادروونکو اتحادیې د ځمکو وېش په اړه د صنعت او سوداګرۍ وزارت په مشرۍ یوې ګډې کمېټې ته دنده وسپارل شوه څو یاده موضوع په هر اړخیز ډول وڅېړي او خپل راپور د دې کمېټې راتلونکې غونډې ته وړاندې کړي.

دغه راز، په دې غونډه کې د عدلیې، مالیې، کانونو او پټرولیم او اوبو او برېښنا وزارتونو له استازو جوړې شوې کمېټې ته دنده وسپارل شوه څو د افغانستان برېښنا شرکت، افغان ګاز تصدۍ او بیات پاور ترمنځ له طبیعي ګازه د برېښنا د تولید درې اړخیز تړون په هر اړخیز ډول وڅېړي او خپل راپور د دې کمېټې راتلونکې غونډې ته وړاندې کړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.