کابل (پژواک، ۲۲ لېندۍ ۱۴۰۲): د اسلامي امارت ویاند ویلي چې خېبر پښتونخوا کې د تېرې ورځې برید افغانستان پورې اړه نه لري.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد نن ملي راډیو ټلوېزیون ته یو ځل بیا ویلي چې د دغه ډول پېښو د مخنیوي لپاره باید د پاکستان دننه کې اقدامات وشي.
د هغه په خبره، د پېښې ځای له افغانستانه سلګونه کیلومتره فاصله لري او د پاکستان د امنیتي ادارو تر ولکې لاندې دی.
مجاهد ویلي چې د هرې موضوع ربط ورکول یوه هېواد ته حل لاره نه ده.
دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې سرپرست حکومت په وار - وار ویلي چې د افغانستان خاوره به د هیڅ ګاونډي، سیمې او نړۍ هېوادونو پر ضد ونه کارول شي.
تېره ورځ د خیبر پښتونخوا د پولیسو پر یوه مرکز د جنګیالیو په یوه برید کې له ۲۰ ډېر کسان مړه او سلګونه نور ټپيان شول.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو ادعا وکړه چې د پاکستان لپاره د افغانستان شارژدافیر یې احضار کړی او له هغه یې غوښتي چې کابل دې دغه ورستی برید وڅېړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP