[restrict paid="true"]

کابل (پژواک، ۳ مرغومی ۱۴۰۲): د بهرنیو چارو سرپرست وزیر له خپل ایراني سیال سره په دغه هېواد کې د افغان بندیانو او کډوالو وضعیت او ستونزو د حل په موخه مفصلي خبرې کړې دي.

د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیاءاحمد تکل د مرغومي په ۳مه د شپې ناوخته پر اېکسپاڼه لیکلي، د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي نن په تهران کې له خپل ایراني سیال حسین امیر عبداللهیان سره ولیدل.

سرچینې زیاته کړې، عبداللهیان له افغان پلاوي مننه وکړه چې تېره ورځ یې د فلسطین قضیې په تړاو جوړ شوي کنفرانس کې ګډون او اغېزناکه وینا وکړه.

دغه راز د ایران بهرنیو چارو وزیر د فلسطین قضیې په تړاو د اسلامي امارت د مثبت دریځ ستاینه وکړه.

امیرخان متقي د افغانستان او ایران ترمنځ په سیاسي، اقتصادي، تجارتي او ترانزیټي اړیکو کې د لا پیاوړتیا په موخه د مؤثرو اقداماتو یادونه وکړه.

هغه په ایران کې د افغان بندیانو او مهاجرینو د وضعیت او ستونزو د حل په موخه له خپل ایراني سیال سره مفصلې خبرې وکړې او د یادو مواردو په اړه د ایراني سیال له لوري د همکارۍ ډاډ ورکړل شو.

د ناستې په پای کي دواړو لورو د افغانستان - ایران د ډيپلوماتيکو اړیکو کچې په لوړېدا هم خبرې اترې ترسره کړې.

[/restrict]