اټلانټا (پژواک، ۷ مرغومی ۱۴۰۲): د افغانستان کرکټ بورډ د متحده عربي اماراتو پر وړاندې د شل اووریزو لوبو لوبلړۍ لپاره ملي لوبډله اعلان کړه.
ټاکل شوې چې د جمعې په ورځ (د مرغومي اتمه) د متحده عربي اماراتو پر وړاندې د درې شل اووریزو نړۍوالو لوبو لړۍ پیل شي.
د افغانستان کرکټ بورډ وایي چې لومړۍ لوبه د جمعې په ورځ د ډسمبر په ۲۹مه، دویمه په ۳۱مه او درېیمه د جنورۍ په دویمه نېټه ترسره کېږي.
د کرکټ بورډ له خوا په اعلان شوې لوبډله کې ابراهیم ځدراڼ لوبډلمشر، رحمنالله ګربز (ویکټ ساتونکی)، محمد اسحق (ویکټ ساتونکی)، حضرتالله ځاځی، صدیق اتل، رحمت شاه، دروېش رسولي، محمدنبي، نجیبالله ځدراڼ، کریم جنت، عظمتالله عمرزي، شرفالدین اشرف، فضلحق فاروقي، فریداحمد ملک، نوینالحق، محمدسلیم ساپی، نوراحمد او قیس احمد ته ځای ورکړل شوی او دغه راز راشدخان، اکرام عليخېل، ګلبدین نایب او اعجاز احمدزی د احتیاطي لوبغاړو په توګه برخه لري.
د افغانستان کرکټ بورډ ویلي، په لوبډله کې هغو دوو لوبغاړو ته هم ځای ورکړی چې له دې وړاندې پرې بندیزونه لګېدلي وو.
د یادونې ده، کرکټ بورډ پر نوین الحق، فضلالحق فاروقي او مجیب ځدراڼ بندېزونه لګولي وو.
سرچینې زیاته کړې، پر دغو لوبغاړو د مرکزي قرارداد نه لاسلیکولو له امله بندیزونه لګېدلي وو، خو دا چې مجیبالرحمن، نوین الحق او فضلالحق فاروقي، د یوه برېښنالیک له لارې ادارې ته مراجعه کړې او د ملي لوبډلې په سیالیو کې د لوبېدو لپاره یې خپل بشپړ چمتووالی ښودلی او دغه راز یې د هغې پرېکړې په اړه د تجدید نظر غوښتنه کړې چې د دوی پر وړاندې شوې وه؛ د نوملړ برخه ګرځېدلي دي.
Views: 144
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن