لښکرګاه (پژواک، ۹ مرغومی ۱۴۰۲ ): د هلمند په کجکي ولسوالۍ کې د یوه ملي سوادګر له لوري د ۷۵۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت نوی جوړ شوی روغتون ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د هلمند ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس حافظ عبدالباري راشد پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه روغتون د ۷۵۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت د یوه ملي سواداګر له لوري جوړ شوی دی.
هغه وویل: «موږ د یاد روغتون په پرانیستلو زیات خوشحاله یو، دغه روغتون به د کجکي ولسوالۍ او شاوخوا سیمو خلکو درملنې برخه کې ډېر زیات ګټور تمام شي.»
سرچینې په دې اړه نور جزئیات ور نه کړل خو ویې ویل چې اسلامي امارت د دې او دې ته ورته نورو پرمختیایي پروژو ملاتړ او ستونزو ته به یې پر وخت رسېدنه کوي.
د کجکي ولسوالۍ یوه قومي مشر محمدخان د یاد روغتون پر جوړېدو خوښي څرګندوي او وایي چې له دې مخکې په دې ولسوالي کې دغسې مجهز روغتون نه و.
Views: 59
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن