Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

مولوي عابد: روان کال په ټول هېواد کې د قومونو او خلکو ترمنځ ۲۱۳ غټې او وړې شخړې هوارې شوې

مولوي عابد: روان کال په ټول هېواد کې د قومونو او خلکو ترمنځ ۲۱۳ غټې او وړې شخړې هوارې شوې

author avatar
3 Jan 2024 - 03:13
مولوي عابد: روان کال په ټول هېواد کې د قومونو او خلکو ترمنځ ۲۱۳ غټې او وړې شخړې هوارې شوې
author avatar
3 Jan 2024 - 03:13

[restrict paid="true"]

کابل (پژواک، ۱۲ مرغومی ۱۴۰۲): د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو او قبائیلو چارو د همغږۍ معین مولوي عبدالخالق عابد وایي، چې په روان لمریز کال کې د هېواد په کچه د قومونو او خلکو ترمنځ د خپلمنځي غټې او وړې ۲۱۳ شخړې حل شوې دي.

نوموړي دا څرګندونې د مرغومي په ۱۲مه،  د پکتیا ولایت مرکز ګردېز ښار کې د قومونو او خلکو سره د همغږۍ په موخه جوړه شوې غونډه کې وکړې.

مولوي عابد زیاته کړه، چې یادې شخړې زیاتره د ځمکې ملکیت، د شخصي تعصباتو او قتلونو په سر رامنځته شوې وې.

د هغه په وینا په راتلونکې کې هم پلان لري چې د هېواد په هره سیمه کې د قومونو او خلکو ترمنځ خپلمنځي ستونزې او شخړې حل و فصل کړي.

نوموړی وایی، په روان کال کې د هېواد په کچه مختلفو ولایتونو کې د قومونو او خلکو ترمنځ د خپلمنځي غټې او وړې ۲۱۳ شخړې حل شوې دي.

په دې غونډه کې د یاد وزارت څخه راغلي پلاوي او ولایتي چارواکو له قومونو او خلکو څخه غوښتنه وکړه، چې خپلمنځي شخړې ختمې او هر ډول اختلافاتو څخه لاس واخلي او د اسلامي امارت څخه کلک ملاتړ ترڅنګ د نظام ساتنه او دفاع وکړي تر څو هېواد په ابادولو کې کډې هڅې وکړي.

پرته مهال د پکتیا سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رئیس مولوي سردار محمد مدني د یادې غونډې پرمهال وویل، چې د قبایلو ریاست په دغه ولایت کې د قومونو او ولسونو تر منځ هر ډول خپلمنځي شخړو حل لپاره هلې ځلې کوي.

هغه قومي مشرانو څخه غوښتنه وکړه، چې اسلامي امارت سره ودرېږي او د نظام او قومونو ترمنځ نفاق رامنځته کولو لپاره چا ته اجازه ور نه کړي.

قومي مشرانو او دیني عالمانو په خپلو خبرو کې وویل، چې دوی د اسلامي امارت څخه کلک ملاتړ کوي او دا نظام د ولس په قربانیو منځته راغلی.

وی اسلامي امارت څخه غوښتنه وکړه، چې د ولس غوښتنو ته پام وکړي تر څو د نظام او ولس اړیکه لا غښتلې شي.

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت پلاوي غړو بیا د دغه ولایت قومي مشرانو ته ډاډ ورکړ، چې د ولسونو هر ډول ستونزو او خپلمنځي شخړو حل ته پام کوي او دوی په همدې موخه دې ولایت ته سفر کړی تر څو د خلکو او قومونو ستونزې له نږدې واوري.

[/restrict]

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.