فیضاباد (پژواک، ۱۸ مرغومی ۱۴۰۲): بدخشان کې ځايي چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې له کوچني پامیر وروسته د لوی پامیر څه باندې ۱۵۰ کورنۍ هم په لومړي ځل له مخابراتي خدمتونو برخمنې شوې.
د بدخشان د سرحدونو، قومونو او قبایلو رییس مولوي ذبیحالله مجاهد پژواک خبري اژانس ته وویل چې د بهرنیو چارو او مخابراتو ریاستونو او افغان ټیليکام شرکت په مرسته یې د تاجکستان له لارې د سلام مخابراتي شبکې د یوې پایې وسایل لوی پامیر ته لېږدولي دي.
د هغه په خبره، اوس مهال د یادې سیمې خلکو سلام مخابراتي خدمتونو ته لاسرسی موندلی دی.
هغه زیاته کړه، د یادې مخابراتي شبکې په فعالېدو د لوی پامیر ۱۵۰ کورنۍ له مخابراتي خدمتونو برخمنې شوې.
مجاهد زیاته کړه، تر اوسه د سلام مخابراتي شبکې انجینران له سیمې نه دي راغلي او فیضاباد ته له راتلو وروسته به په دې اړه بشپړ جزئیات شریک کړي.
هغه دغه راز زیاته کړه، لوی پامیر ته روغتیايي خدمتونه رسېدلي خو د ښوونځیو او سړکونو برخو ستونزو هواري لپاره یې هڅې روانې دي.
ورته مهال، د کوچني پامیر یو مخور حاجي بوتو په لوی پامیر کې د سلام مخابراتي شبکې د فعالېدو په اړه خوشحالي څرګندوي او وايي، د پامیریانو لپاره مخابراتي خدمات یوه مهمه اړتیا ده.
د هغه په خبره، تېر کال ژمی په لوی پامیر کې تنفسي ناروغي پیدا شوه چې له امله یې څه باندې شل کسان مړه شول خو د مخابراتي اسانتیا نشتوالي له امله یې ونه شو کولای د بدخشان ځایي حکومت ته خبر ورکړي څو ستونزې ته یې رسېدنه وشي.
هغه وايي، نږدې یوه میاشت وروسته حکومت له دې موضوع خبر شو او د موسسو په مرسته یې روغتیایي ټیم د تاجکستان له لارې سیمې ته ولېږه او د خلکو ستونزو ته رسېدنه وشوه.
دا په داسې حال کې ده چې د روان کال په غبرګولي میاشت کې هم د دغه ولایت د واخان ولسوالۍ په اقسا سیمه کې د لومړي ځل لپاره یوې مخابراتي شبکې فعالیت پیل کړ.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP