کابل (پژواک، ۲۹ مرغومی ۱۴۰۲): د مالیې وزارت وایي، د کابل مرکزي سېلو دولتي شرکت د روان کال له پیله راهیسې د خپلو فعالیتونو لا پراختیا په موخه له ۱۴ دولتي او خصوصي ادارو سره د څه باندې ۴۴ میلیون افغانیو په ارزښت قراردادونه لاسلیک کړي دي.
د مالیې وزارت له خوا خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د کابل مرکزي سېلو دولتي شرکت د خپلو فعالیتونو او تولیداتو لا پراختیا په موخه له یو شمېر دولتي او خصوصي ادارو سره قراردادونه لاسلیک کړي دي.
سرچينې لیکلي: «د کابل مرکزي سېلو دولتي شرکت د اسلامي امارت له بیا حاکمیت وروسته له بشپړ فلج حالت څخه بېرته فعال حالت ته راوګرځېد او فعالیت یې پیل کړ؛ د روان ۱۴۰۲مالي کال له پیله راهیسي یې د خپلو فعالیتونو او تولیداتو د لا پراختیا په موخه د ۴۴ میلیون او ۵۹۵ زره افغانيو په ارزښت له ۱۴ بېلابېلو دولتي او خصوصي ادارو سره قراردادونه لاسلیک کړي چې ورسره د یاد شرکت په عوایدو کې هم د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.»
خبرپاڼه کې راغلي چې مرکزي سېلو اوسمهال په اول او دویم نمبر فابریکو کې ۱۴ د ډوډۍ پخولو فعال داشونه لري، دغه راز یو داش د هرات او یو هم د کندهار په سېلو کې فعال دي.
مالیې وزارت لیکلي چې د کابل مرکزي سېلو دولتي شرکت اوسمهال په ورځني ډول د یو ټن په اندازه بېلابېل ډول وچه ډوډۍ، کیک، کلچې او ناشتې تولیدوي او په ۲۴ ساعتونو کې د ۴۵ ټنه اوړو د تولید ظرفیت لري او په کې ۲۰۰ کسانو ته په مستقیم ډول د کار زمینه برابره شوې ده.
Views: 27
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن