Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

«د ګردېز ښار ۳۰ سلنه ماسټر پلان تطبیق شوی»

ګردېز (پژواک، ۱۹ سلواغه ۱۴۰۲): د ګردېز ښاروال وايي چې د ګردیز ښار یوازې ۳۰ سلنه ماسټر پلان تطبیق شوی خو زیاتوي چې په راتلونکي کال کې به د یو شمېر پروژو په پلي کولو سره د ښار بڼه تر ډېره بدله شي.

دغه څرګندونې د ګردېز ښاروال مولوي سیدنظیم مزمل نن د یوې خبري غونډې پرمهال وکړې.

هغه وویل چې په تېرو کلونو کې د ګردېز ښار لپاره هیڅ کار نه دی شوی؛ ځکه د وروسته پاتې ښارونو په ډله کې دی.

ده زیاته کړه: «پخوا د ماسټر پلان تطبیق برخه کې ځینې خنډونه وو، خو اوس یې خلک په ارزښت پوهیدلي د ګردېز ښار ماسټر پلان یوازې ۳۰٪ عملي شوی او د پاتې عملي کېدو لپاره زموږ هڅې جدي دي.»

دی وايي چې روان کال په ګردېز ښار کې شپږ پراختیايي پروژې پلي شوې، خو په پلان کې ده چې په راتلونکې کال کې ۱۲ نورې پروژې پلي شي چې تر ډېره به ورسره د ګردېز ښار بڼه بدله شي.

ښاروال وویل چې سږ کال یې له بېلابېلو سرچینو ۸۵ میلیونه افغانۍ عواید را ټول کړي خو په پلان کې ده چې راتلونکي کال کې د عواید کچه ۲۰۰ میلیونو افغانیو ته لوړه کړي.

بل لور ته خلک هم د ماسټر پلان پر تطبیق ټینګار کوي.

د ګردېز ښار د دویمې ناحيې د ګذر وکیل انځرګل پژواک ته وویل چې په ښار کې دننه ډېرې کوڅې خامې او د اوبو رسولو او برېښنا منظم سیسټم نشته دی.

د هغه په وینا د ماسټر پلان په تطبیق سره به تر ډېره دغه ستونزې حل شي.

د یادونې ده چې د ګردېز ترڅنګ د هېواد په ډېرو نورو ښارونو کې هم ماسټر پلان په بشپړه توګه نه دی عملی شوی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.