سرپل (پژواک، ۲۳ سلواغه ۱۴۰۲): د سرپل د والیبال ټورنمنټ چې له مرکز او ولسوالیو د شپږو ټیمونو په ګډون پیل شوی و، د سرپل د ښاروالۍ ټیم په اتلولۍ او د کوهستانات ولسوالۍ د الجهاد ټیم په نایب اتلولۍ پای ته ورسېد.
د سرپل د سپورت امریت د والیبال فدراسیون مسوول بهاوالدین بها پژواک خبري اژانس ته وویل، لس ورځې مخکې د والیبال دغه ټورنمنټ د دغه ولایت د استازي معرفي کولو په موخه د شپږو ټیمونو په ګډون پیل شوی و.
هغه زیاته کړه: «د سرپل د ښاروالۍ او د کوهستانات ولسوالۍ الجهاد ټیم د دغه لوبو فاینل ته لار موندلې وه چې نن په وروستۍ لوبه کې د سرپل د ښاروالۍ ټیم له پنځو میدانونو درې میدانه وګټل چې د دغه ټورنمنټ اتلولي یې ترلاسه کړه او نایب اتلولي د کوهستانات ولسوالۍ الجهار ټیم خپله کړه.»
د سرپل والي، محمدیعقوب عبدالرحمن اکه د دغو لوبو لوبغاړي وهڅول او زیاته یې کړه، د دغه ولایت سیمهییزه اداره د ورزشکاراتو ملاتړ کوي او لوبغاړي هم باید ځانونه له شریعت سره سم کړي او د خپل دین او وطن خدمت وکړي.
یوه لوبغاړي نقیبالله له ورزشي مسوولینو وغوښتل څو د دوی لپاره د ولایت او ولسوالیو په کچه نور ټورنمنټونه هم جوړ کړي.
Views: 2
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن