لښکرګاه (پژواک، ۲۵ سلواغه ۱۴۰۲): هلمند کې د لښکرګاه ښاروالۍ له لوري د څه باندې ۱۵ میلیون افغانیو په لګښت د دوو رغنیزو پروژو چارې پیل شوې.
د لښکرګاه ښاروالۍ د عامه اړیکو مسوول محمدطاهر ابشار د یادو پروژو د پیل مراسمو پر مهال پژواک خبري اژانس ته وویل، د لښکرګاه ـ کندهار پر عمومي لار د څه کم نهه میلیون افغانیو په لګښت یوه دروازه جوړوي چې چارې به یې د یوې نیمې میاشتې په موده کې بشپړې شي.
هغه په دې اړه وویل: «یوه پروژه د لښکرګاه ښار دخولي دروزا ده چې په درېیو فازونو کې جوړېږي، خو د لومړي فاز رغنیزي چارې یې نن پیل شوې او د یوې نیمې میاشتي په موده کې به بشپړې شي، لګښت یې څه کم نهه میلیون افغانۍ دی.»
نوموړي دغه راز وویل، د لښکرګاه ښار په اتمه ناحیه کې د څه باندې درې کیلومتره سړک رغولو چارې هم پیل شوې چې څه کم شپږ میلیون افغانۍ لګښت ورباندې راځي او چارې به یې په درېیو میاشتو کې بشپړې شي.
د یادونې ده، لښکرګاه ښاروالۍ اوسمهال د ښار په بېلابېلو برخو کې د ډېر شمېر نورو پروژو چارې هم پیل کړې دي.
Views: 47
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن