ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کرنې وزارت: هېواد کې سږ کال د پنبې حاصلاتو کې د پام وړ ډیروالی راغلی

د کرنې وزارت: هېواد کې سږ کال د پنبې حاصلاتو کې د پام وړ ډیروالی راغلی

author avatar
15 Feb 2024 - 11:17
د کرنې وزارت: هېواد کې سږ کال د پنبې حاصلاتو کې د پام وړ ډیروالی راغلی
author avatar
15 Feb 2024 - 11:17

کابل (پژواک، ۲۶ سلواغه ۱۴۰۲): د افغانستان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وايي، سږ کال هېواد کې ۱۲۲ زره او ۴۵۵ مټریک ټنه پنبه تولید شوې چې د تېر کال په پرتله د پام وړ ډېروالی ښيي.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې سږ کال پر ۹۳ زره او ۶۳۰ هکتاره ځمکه پنبه کرل شوې وه چې په ټولیزه توګه ۱۲۲ زره او ۴۵۵ مټریک ټنه حاصلات ترې ترلاسه شوي.

خبرپاڼه کې راغلي، تېر کال د افغانستان پر ۵۴ زره او ۸۶۹ هکتاره ځمکه پنبه کرل شوې وه چې ۷۲ زره او ۴۹۳ مټریک ټنه حاصلات ترې ترلاسه شوي.

خبرپاڼه زیاتوي، هلمند، بلخ، تخار، ننګرهار او کندهار هغه ولایتونه دي چې د افغانستان په کچه ډېره پنبه په کې کرل کېږي.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، هلمند یو له هغو ولایتونو دی چې د پنبې تر ټولو ډېر تولید لري او سږ کال دغه ولایت کې پر ۴۹ زره او ۷۵ هکټاره ځمکه پنبه کرل شوې وه چې  ۶۹ زره او ۶۸۷ مټریک ټنه حاصلات ترې راټول شوي دي.

Views: 43

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.