ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خوست کې هغه کسان نیول شوي چې په هوايي ډزو یې نجونې په نوم کړې وې

خوست کې هغه کسان نیول شوي چې په هوايي ډزو یې نجونې په نوم کړې وې

author avatar
25 Feb 2024 - 18:06
خوست کې هغه کسان نیول شوي چې په هوايي ډزو یې نجونې په نوم کړې وې
author avatar
25 Feb 2024 - 18:06

خوست ښار (پژواک، ۶ کب ۱۴۰۲): د خوست امنيتي مسوولين وايي، هغه دوه کسان یې نيولي چې څه موده وړاندې یې د نجونو د کورونو ترڅنګ هوايي ډزې کړې وې او له هغوی سره یې د کوژدن کېدو ادعا کوله.

د خوست د امنيه قوماندانۍ وياند طاهر احرار پژواک خبري اژانس ته وويل، هغه کسان يې نیولي چې د نجونو او د هغوی د کورنۍ له رضایت پرته یې د هغوی د کورونو ترڅنګ هوايي ډزې کړې وې او بیا یې ادعا کوله چې نجلۍ یې په نوم شوې ده.

نوموړي وویل، یاد کسان یې د اسلامي امارت د مشرتابه د ۳۹۵ ګڼې فرمان په اساس نيولي چې د ښځو د جبري نکاح کولو د مخنيوي په تړاو صادر شوی و.

هغه د موضوع د حساسیت له امله د نیول شوو کسانو شهرت شریک نه کړ، خو زیاته یې کړه چې هیڅ کله به دغه ولایت کې چاته د ناقانونه کړنو اجازه ورنه کړي.

د يادونې ده چې خوست کې څه موده وړاندې هم يو تن د ورته کړنې په تور نيول شوی و.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.