ژبه

د افغانستان پارالمپیک وزن پورته کولو ملي لوبډله نړۍوالو سیالیو کې د ګډون لپاره اماراتو ته ولاړه

<p style="text-align: justify;">کابل (پژواک، ۱۰ کب ۱۴۰۲): د المپیک ملي کمېټه وایي چې د هېواد پارالمپیک ملي کمېټې د وزن پورته کولو ملي لوبډله په نړۍوالو سیالیو کې د ګډون په موخه متحده عربي اماراتو ته تللې ده.</p>

<p style="text-align: justify;">د المپیک ملي کمېټې او د سپورټ عمومي ریاست پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، تېره ورځ د هېواد پارالمپیک ملي کمېټې د وزن پورته کولو څلورکسیزه لوبډله د هېواد بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست په همکارۍ د «فضا دوبۍ» په نړۍوالو سیالیو کې د ګډون په موخه متحده عربي اماراتو ته ولاړه.</p>

<p style="text-align: justify;">سرچینې ویلي، په دغو سیالیو کې له افغانستانه دوو لوبغاړو، یوه روزونکي او یوه پلاوي برخه اخیستې، دغه سیالۍ به د متحده عربي اماراتو په دوبۍ ښار کې ترسره شي.</p>