کابل (پژواک، ۲۳ کب ۱۴۰۲): د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال د اهل تشیع ټولنې له یو شمېر غړو سره په لیدنه کې ویلي، اسلامي امارت د ټولو قومونو پروړاندې یو شان مسوولیت لري او ولسونو ته خدمت د حکومت تر ټولو مهمه دنده ده.
د ریاست الوزرا سیاسي معاونیت په خبرپاڼه کې راغلي چې د رئیس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر نن د اهل تشیع ټولنې له یو شمېر استازو سره وکتل.
سرچېنې لیکلې چې په دې ناسته کې راغلو مشرانو له اسلامي امارته مننه وکړه چې د دوی وړاندیزونو او غوښتنو ته رسېدنه کړې او ویې وویل، ورځ تر بلې د امنیتي حالت په څېر د خلکو په اقتصادي وضعیت کې هم ښه والی لیدل کېږي او د خلکو ډېری هغه دوسیې حل شوې چې له کلونو راهیسې لاینحله پاتې وې.
خبرپاڼه کې راغلي چې یادو مشرانو دغه راز د اهل تشیع هېوادوالو د ستونزو د حل په اړه خپلې غوښتنې او وړاندیزونه په لیکلي ډول د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال ته وسپارل.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په دغه لېدنه کې ویلي، اسلامي امارت د ټولو قومونو پروړاندې یو شان مسؤولیت لري او ولسونو ته خدمت د حکومت تر ټولو مهمه دنده ده.
هغه زیاته کړې، اسلامي امارت هڅه کوي څو افغانانو ته د ژوند غوره اسانتیاوې برابرې او په کور د دننه د کاري فرصتونو په رامنځ ته کولو سره اقتصادي ودې ته لاره پرانيزي.
مولوي عبدالکبیر همدا راز د اهل تشیع مخورو ته ډاډ ورکړی چې پر وړاندېزونو به یې غور وشي.
Views: 44
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن