ژبه

هرات کې ایران ته د څه باندې ۲۰۰ زره ډالرو قاچاق په تور دوه کسان ‎نیول شوي

<p style="text-align: justify;">هرات (پژواک، ۸ وری ۱۴۰۳): هرات کې امنيتي سرچينې وايي چې د دغه ولايت اسلام‌کلا بندر له لارې له هېواده د څه باندې دوه سوه زره امريکايي ډالرو قاچاق په تور دوه کسان نيول شوي دي.</p>

<p style="text-align: justify;">د هېواد لوېديځ کې د ۲۰۷ الفارق قول‌اردو د يوې خبرپاڼې په خپرولو ويلي چې نن سهار د دې قول‌اردو د پنځمې سرحدي لوا کشفي او استخباراتي منسوبينو په اسلام‌کلا بندر کې ايران ته د ډالرو د قاچاق په تړاو دوه کسان نيولي دي.</p>

<p style="text-align: justify;">سرچينې زياته کړې: «له دغو قاچاق وړونکو دوه سوه او لس (٢١٠) زره امريکايي ډالر چې غوښتل يې ايران ته یې ولېږدوي، ترلاسه شوي دي.»</p>

<p style="text-align: justify;">په همدې حال کې، ‎په خبرپاڼه کې ویل شوي چې نیول شوي کسان د اړوندو ارګانونو تر پلټنو ‎لاندې دي.</p>

ورته موضوع