کابل (پژواک، ۱۸ وری ۱۴۰۳): د کابل امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت قرهباغ ولسوالۍ اړوند سیمه کې یو ځوان وژل شوی او د پېښې په تړاو یې یو کس هم نیولی دی.
د کابل امنیې قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ پژواک خبري اژانس ته وویل: «پرون مازدیګر د یوې اطلاع پر اساس د کلکان ولسوالۍ ته احوال ورکړل شو چې د عابدالرحمن په نوم یو ځوان د خپل اوښي له لوري د قرهباغ ولسوالۍ په نهر کلان سیمه کې لومړی په تومانګچه ویشتل شوی او وروسته یې خفک کړی او د کلکان په سیمه کې یې مړی غورځولی دی.»
هغه زیاته کړه چې په دې تړاو د یاد وژل شوي ځوان اوښی او یو بل کس چې باغوان یې کېږي، نیول شوي او تر څېړنو لاندې دي.
ځدراڼ د معلوماتو له مخې، له نیول شوو کسانو سره یو میل بېغږه تومانچه، د مقتول موټر، مبایل او د جېب وسایل هم ترلاسه شوي دي.
عابدالرحمن د میدانوردګو د نرخ ولسوالۍ د دراني کلي اوسېدونکی او میدانوردګو د مرکز د تخنیکي او مسلکي انسټیټیوټ استاد و.
د یاد انسټیټوټ یو استاد وایي، عابدالرحمن د نېکو اخلاق خاوند و او یو کوچنی زوی ترې پاتې دی.
Views: 269
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن