ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لغمان کې ترافیکي پېښه کې یوه نجلۍ مړه شوې ده

لغمان کې ترافیکي پېښه کې یوه نجلۍ مړه شوې ده

author avatar
20 Apr 2024 - 15:32
لغمان کې ترافیکي پېښه کې یوه نجلۍ مړه شوې ده
author avatar
20 Apr 2024 - 15:32

مهترلام (پژواک، د غويي لومړۍ نېټه ۱۴۰۳): د لغمان امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په مرکز مهترلام  کې د ترافیکي پېښې له امله یوه ماشومه مړه شوې ده.

د لغمان امنیې قومانداني ویاند یونس یوسفزي پژواک خبري اژانس ته وویل، نن سهار ۱۰ بجې د دغه ولایت د مرکز مهترلام ښار په چلمټیو سیمه کې یوه نجلۍ کرولا موټر وهلې او مړه شوې ده.

د هغه په خبره، پېښه د موټرچلوونکي بې‌احتیاطۍ له امله شوې ده.

نوموړي وویل، موټرچلوونکی نیول شوی او د ماشومې جسد هم روغتون ته له لېږدولو وروسته د هغې کورنۍ ته سپارل شوی دی.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.