میدانښار (پژواک، ۲۲ غويی ۱۴۰۳): د میدانوردګو حکومتي مسوولین وایي چې په دغه ولایت کې دوه وروڼه د سیند اوبو کې د ډوبېدو له امله مړه شوي دي.
د میدانوردګو د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ادارې رییس مولوي فیضالله جلالي پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن له غرمې مخکې د میدانښار اړوند د خواجهګانو کلي کې دوه وروڼه د بېپروایۍ له امله د سیند اوبو وړي او مړه شوي دي.
هغه وویل چې مړه شوي محمدبلال او محمدعمر نومېدل او د خواجه شریفالله زامن وو.
ده زیاته کړه چې د یوه ماشوم جسد پیدا شوی او د بل د پیدا کولو لپاره هلې ځلې روانې دي.
د یادونې ده، نن په لوګر ولایت کې هم دوه ماشومان د سیند اوبو کې د ډبېدو له امله مړه شوي دي.
Views: 48
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن