ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د مرکزي اسیا هېوادونو ترمنځ د والیبال سیالۍ؛ افغانستان خپله درېیمه لوبه نن له سریلانکا سره کوي

د مرکزي اسیا هېوادونو ترمنځ د والیبال سیالۍ؛ افغانستان خپله درېیمه لوبه نن له سریلانکا سره کوي

author avatar
13 May 2024 - 09:23
د مرکزي اسیا هېوادونو ترمنځ د والیبال سیالۍ؛ افغانستان خپله درېیمه لوبه نن له سریلانکا سره کوي
author avatar
13 May 2024 - 09:23

کابل (پژواک، ۲۴ غویی ۱۴۰۳): ټاکل شوې د والیبال ملي لوبډله د مرکزي اسیا هېوادونو ترمنځ سیالیو په لړ کې نن خپله درېیمه لوبه له سریلانکا سره وکړي.

د افغانستان د والیبال فدراسیون معلوماتو له مخې، د هېواد د والیبال ملي لوبډله د مرکزي اسیا هېوادونو ترمنځ د والیبال سیالیو په لړ کې نن خپله درېیمه لوبه له سریلانکا سره کوي.

یاده سیالي به د افغانستان پر وخت د ماسپښین یوه بجه پیل شي.

دغه سیالۍ د پاکستان په پلازمېنه اسلام‌اباد کې د شپږو هېوادونو لوبډلو ترمنځ روانې دي چې د افغانستان په ګډون د پاکستان، ایران، سریلانکا، ترکمنستان او قرغیزستان لوبډلې په‌کې برخه لري.

په دغو سیالیو کې افغانستان تر دې مهاله دوه لوبې ترسره کړې چې لومړی یې پاکستان ته او دویمه یې بیا تېره شپه ایران ته وبایله.

د یادونې ده، افغان لوبډلې د مرکزي اسیا زون د والیبال سیالیو کې تېر کال درېیم مقام ترلاسه کړی و.

Views: 6

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.