پلعلم (پژواک، ۶ غبرګولی ۱۴۰۳): د لوګر بدني روزنې او سپورټ اداره وایي چې د دغه ولایت په کوربهتوب د پنځو ولایتونو په کچه د بوکسینګ یوه ورځنۍ سیالۍ ترسره شوې.
د لوګر بدني روزنې او سپورټ ادارې امر انجنیر مزمل نعیمزي پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه سیالۍ د لوګر ولایت په کوربهتوب په پلعلم ښار کې د کابل، ننګرهار، خوست او پکتیا ولایتونو ورزشکارانو ترمنځ د یوې ورځې لپاره جوړې شوې وې.
نعیمزي زیاته کړه، په یادو سیالیو کې د بوکسینګ ۱۷۴ غوره لوبغاړو ګډون کړی و چې لومړی مقام کابل، دويم مقام لوګر او درېیم مقام د پکتیا ولایتونو ورزشکارانو ترلاسه کړ.
د هغه په خبره، د پنځو ولایتونو په کچه د بوکسينګ دغه سیالۍ دغه ورزش ته د ودې ورکولو، د ورزشکارانو ترمنځ ښې او غوره اړیکې رامنځته کولو او د تجربو شریکول په موخه ترسره شوې.
د یادو سیالیو یوه لوبغاړي احمدجاوېد پژواک ته وویل، خوښ دی چې په لوګر کې د پنځو ولایتونو په کچه د بوکسينګ سیالۍ ترسره شوې.
هغه زیاته کړه، د بوکسینګ عمومي فدراسیون ته په کار ده چې ورته سیالۍ د هېواد په پاتې ولایتونو کې هم جوړې کړي او ورزشکارانو ته ورزشي اسانتیاوې رامنځته کړي.
د یادونې ده، دوه اونۍ مخکې هم د لوګر د بدني روزنې او سپورټ امریت له لوري د دغه ولایت په کوربهتوب د کابل، پکتیا، خوست او میدانوردګو ورزشکارانو ترمنځ د «فري فایټ» سیالۍ ترسره شوې.
Views: 8
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن