ګردېز (پژواک، ۹ غبرګولی ۱۴۰۳): د پکتیا د مرکز ګردېز ښاروال وايي چې روان کال د ښار پراختيا، داخلي سړکونو جوړولو، ښاري ښکلا او ښاريانو ته د نورو اسانتياوو برابرولو برخو کې ۳۸ پروژې پلې کېږي.
دغه څرګندونې د ګردیز ښاروال مولوي حبیبالرحمن منصور نن د یوې غونډې پرمهال وکړې.
هغه وویل چې د یادو ۳۸ پروژو له ډلې ۱۰ یې د ښاورالۍ له بودجې او پاتې ۲۸ نورې د یونپس موسسې لخوا پلې کیږي.
د منصور د معلوماتو له مخې، د ښاورالۍ پر اړوند پروژو ۲۰۰ میلیونه افغانۍ لګول کېږي او د یونپس لخوا پر هرې پروژې تر ۱۲۰ زرو امریکايي ډالرو پورې لګښت راځي.
د هغه په وينا، په يادو پروژو کې د ښار داخلي سړکونه، کوڅې، کانالونه، ويالې، ښاري ښکلا او ځينې نورې پروژې شاملې دي.
هغه له ښاريانو غوښتنه وکړه چې د خپلو کورونو، دوکانو او مارکېټونو د صفايۍ، ښاري خدمتونو او جوازونو پيسې دې پر وخت ښاروالۍ ته تحويل کړي.
بل لور ته خلک وايي چې ښاروالي باید دوی ته د پام وړ خدمات وړاندې کړي.
په دې اړه د ګردېز ښار د يوولسم ګذر وکيل ظاهر پژواک ته وويل چې لا هم د ګردېز ښار څنډو کې ډېری سړکونه او کوڅې خامه دي.
هغه له حکومتي مشرانو غوښتنه وکړه چې ګردېز ښار داخل کې د ځينو لويو پروژو په پلي کولو دې له ګردېز ښاروالۍ سره مرسته وکړي.
د ګردېز ښار يوه بل اوسېدونکي سلطان پژواک ته وويل چې د ښاري ماسټر پلان نه تطبيق، غير معياري پلې لارې او د کانالېزاسیون نشتون خلک له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.
ده ټینګار وکړ چې ښاروالي باید خلکو ته د پام وړ خدمات وړاندې کړي.
د معلوماتو له مخې، تېر کال ګردېز ښاروالۍ ته د ۱۷۰ ميليونه عوايدو ټولولو هدف ورکړل شوی و چې يوازې ۷۷ ميلیونه يې راټول کړي وو خو روان کال بيا ۲۳۷ ميليونه افغانیو عوايدو ټولولو هدف ورکړل شوی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP