زابل (پژواک، ۱۳ غبرګولی ۱۴۰۲): د زابل ولایت مقام وایي، د دغه ولایت په ميزانه ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ ۱۳ کلنه دښمني په دوستۍ بدله شوه.
د زابل ولایت د مقام مطبوعاتي مسوول صدیق الله وثیق پژواک خبري اژانس ته وویل، یاده دښمني چې د حقوقی موضوع پر سر ديارلسکاله وړاندې په میزانه ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ رامنځته شوې وه یوه تن په کې خپل ژوند له لاسه ورکړی و او له دواړو لوریو څخهپه کې څو تنه ټپیان شوي وو.
هغه وویل، تېره ورځ د زابل ولایتي مسوولینو، د سیمې علماء کرامو، قومي مشرانو او سپين ږيرو په منځګړیتوب د دې دښمنۍ دواړهښکېلې خواوي سره کښېنول شوه او تر منځ یې روغه جوړه وشوه.
د هغه په خبره، په دغه دښمنۍ کې ښکېلو دواړو اړخونو هم خوښي وښودله چې د علماوو، قومي مشرانو او حکومتي مسوولینو په هڅو ددوی تر منځ دښمني له منځه لاړه او نور به په وېره کې ژوند نه تېروي.
دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت له واکمنېدو را وروسته د هېواد په کچه سلګونه لویې او وړې دښمنۍ په دوستۍ بدلې شوېدي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP