غزني ښار (پژواک، ۱۸ غبرګولی ۱۴۰۳): غزني ولایت کې د لومړي ځل لپاره د څلورو ولایتونو د ۲۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د غېږنیونې سیالۍ پیل شوې.
د غزني د ورزش ادارې امر حاجي بلال مجاهد پژواک ته وویل چې دا سیالۍ د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست په همکارۍ په دولتي ورزشي جمنازيوم کې د ۲۵۰ ورزشکارانو ترمنځ نن پيل شوې.
نوموړي وویل، په دغو سیالیو کې د څلورو ولایتونو کابل، لوګر، غزني او میدان وردګو ورزشکارانو ګډون کړی دی.
هغه زیاته کړه: «د پهلوانۍ دا سیالۍ د غېږېنیونې د ودې او غوره پهلوانانو ټاکلو او غوراوي په موخه پیل شوې دي.
هغه زیاته کړه چې دا سیالۍ به دوه ورځې دوام وکړي.
بل لورته لوبغاړي هم د دغو سیالیو ترسره کېدو ته خوښ دي.
په دغو سیالیو کې د لوګر ولایت یوه ګډونوال پهلوان سمیع الله پژواک ته وویل که د ولایتونو ترمنځ دغه ډول سیالۍ ترسره شي هم د افغانانو د غېږنیونې دود ژوندی ساتي او هم د ورزشکارانو ترمنځ همغږي رامنځته کوي.
د غزني د ورزش ادارې د معلوماتو له مخې، دا لومړی ځل دی چې په دغه ولایت کې د څلورو ولایتونو ترمنځ دغه ډول سیالۍ ترسره کیږي.
Views: 8
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن