مزارشریف (پژواک، ۲۴ غبرګولی ۱۴۰۳): د مزارشریف ابوعلي سینا بلخي حوزوي روغتون مسوولین وایي چې په تېرو شپږو میاشتې کې یې له ۷۵۰۰ کسانو درې میلیونه ۳۸۳ زره سيسي وینه راټوله کړې ده.
نن د بلخ د مرکز مزارشریف ښار ابوعلي سینا بلخي حوزوي روغتون کې د یوې غوندې په ترڅ کې د وینې ورکولو نړۍواله ورځ ونمانځل شوه چې په ترڅ کې یې د دغه روغتون مسوولینو د وینې پر ورکولو ټینګار وکړ.
په غونډه کې د بلخ عامې روغتیا ریاست مرستیال شیخمیر صدام د وینې ورکولو فرهنګ پر ترویج ټینګار وکړ او له خلکو یې وغوښتل څو د وینې په ورکولو سره د خلکو ژوند وژغوري.
په همدې حال کې، د مزارشریف حوزوي روغتون د وینې بانک امر حیاتالله سالار وایي چې په تېرو شپږو میاشتو کې یې له ۷۵۰۰ داوطلبانو ۳ میلیونه ۳۸۳ زره او ۵۷۷ سيسي وینه راټوله کړې ده.
نوموړی زیاتوي چې راټوله شوې وینه د تلاسمیا، هیموفیلیا او سرطان ناروغانو سربېره هغو ناروغانو ته هم ورکړل شوې چې د عملیاتونو پر مهال یې اړتیا ورته درلوده.
بلخوا، یو شمېر کسان چې نن یې د وینې ورکولو په موخه یاد روغتون ته مراجعه کړې وه، له نورو خلکو هم وغوښتل څو د وینې ورکولو له کمپاین سره یوځای شي.
د دغو کسانو له ډلې محمدعمر پژواک ته وویل، وینه ورکول ګټه لري او د هر انسان ایماني او انساني وجیبه ده څو د وینې په ورکولو د ناروغانو ژوند وژغوري.
حنیفالله هم د وینې ورکول د انسان روغتیا او د ناروغانو ژوند ژغورنې لپاره مهم ګڼي او له نورو خلکو غوښتنه کوي څو د وینې ورکولو له کمپاین سره یو ځای شي.
د یادونې ده، د جون ۱۴مه د وینې ورکولو له نړۍوالۍ ورځې سره برابره ده او هر کال دغه ورځ د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې د وینې ورکولو او راټولولو کمپاین پر ترسراوي نمانځل کېږي.
Views: 15
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن