کابل (پژواک، ۴ چنګاښ ۱۴۰۳): د پوهنې وزارت سرپرست وايي، د یوې ټولنې وګړي لکه څنګه چې اوبو ته اړتیا لري، د دیني علومو ترڅنګ د عصري علومو زدهکولو ته هم جدي اړتیا لري.
د پوهنې وزارت نن پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې د یاد وزارت سرپرست مولوي حبیبالله اغا دغه څرګندونې د هېواد د پوهنې له پخواني وزیر ډاکټر فاروق وردګ سره په لیدنه کې کړې دي.
سرچینې لیکلي، د پوهنې پخواني وزیر ډاکټر فاروق وردګ په دې لیدنه کې د اسلامي امارت له حاکمیت راهیسې په هېواد کې د پوهنې وزارت د کړنو او لاستهراوړنو ستایلو ترڅنګ په هېواد کې د مدرسو او ښوونځیو په ګډون د ټولو ښوونیزو بنسټونو د پراختیا او تاسیس برخه کې ترسره شوي فعالیتونه د پام وړ وبلل.
وردګ وویل، دی چمتو دی خپلې ټولې وړتياوې او تجربې په افغانستان کې د پوهنیز نظام د لازیات پرمختګ په موخه د پوهنې وزارت له مشرتابه سره شریکې کړي.
دغه راز، د پوهنې وزارت سرپرست ویلي: «د یاد وزارت مشرتابه په دې باور دی لکه څنګه چې د یوې ټولنې وګړي اوبو ته اړتیا لري، موږ هم د دیني علومو ترڅنګ د عصري علومو لا پیاوړتیا او زدهکړې ته هم جدي اړتیا لرو.»
هغه ویلي: «زه تاسو ته ډاډ درکوم چې د پوهنې وزارت د ځانګړو ښوونیزو او روزنیزو پلانونو په پلي کولو سره به وکولای شو د پوهنیز نظام برخه کې ټولې شته ستونزې له منځه یوسو او ډېر ژر به دې موخې ته ورسېږو.»
نوموړي د هغو هېوادوالو هرکلی کړی چې د ښوونیز نظام د لا پیاوړتیا او بډاینې برخه کې خپلې علمي تجربې له پوهنې وزارت سره شریکوي.
Views: 15
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن