کابل (پژواک، ۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳): د لامبو وهنې یوه معلول افغان لوبغاړي عباس کریمي خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو د پاریس پارالمپیک سیالیو ته لار پیدا کړه.
افغانالاصل امریکایي معلول عباس کريمي په درېیو، بټر فلای، کرال بېک، فري سټایل سبکونو کې د ۵۰ متره په واټن لامبو وهلو سره خپلو سیالانو ته ماتې ورکړه، د سرو زرو درې مډالونه یې ترلاسه او د ۲۰۲۴ کال د پاریس پارالمپیک سیالیو ته یې لار پیدا کړه.
د معلوماتو له مخې، دغه سیالۍ پرون د امریکا د مینیاپولیس ښار کې ترسره شوې.
عباس کریمي پر خپله فېسبوکپاڼه لیکلي، دا د ده لپاره ویاړ دی چې په دویم ځل پارالمپیک سیالیو کې د ګډون حق ترلاسه کوي.
دغه راز، د امریکا د پارالمپیک لامبوهنې ادارې هم پر خپله فېسبوکپاڼه پرون د ۳۳ لامبو وهونکو نوملړ خپور کړی چې په کې ۲۱ ښځې او ۱۲ نارینه شامل دي.
په دغه نوملړ کې د عباس کریمي نوم هم راغلی دی.
د یادونې ده، د تېر ۱۴۰۲ کال د کب په نهمه فرانسېمېشتې افغان ورزشکارې ذکیې خداداي هم خپلې روسۍ سیالې ته ماتې ورکړې وه، د سرو زرو مډال یې اخیستی و او د ۲۰۲۴ کال د پاریس پارالمپیک سیالیو ته یې لار موندلې وه.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن