ژبه

یو شمېر حکومتي ادارو ته نوي سرپرستان وټاکل شول

کابل (پژواک، ۱۷ چنګاښ ۱۴۰۳): د کانونو او پټرولیم وزارت، د افغانستان بانک، د پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې، د افغاني سرې میاشتې ټولنې او د چاپېریال ساتني ملي ادارې ته نوي سرپرستان وټاکل شول.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد تېره شپه پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې دغه ټاکنې د اسلامي امارت د مشرتابه د حکم له مخې شوې دي.

مجاهد لیکلي، د افغانستان بانک مخکنی سرپرست ملا هدایت‌الله بدري د کانونو او پټرولیم وزارت د سرپرست په توګه، د کانونو او پټرولیم وزارت مخکنی سرپرست شېخ شهاب‌الدین دلاورد افغاني سرې میاشتې ټولنې د سرپرست په توګه او د افغاني سرې میاشتې ټولنې مخکنی مرستیال ملا نورالدین ترابي د پېښو پر وړاندي د مبارزې ملي ادارې د سرپرست په توګه وټاکل شول.

مجاهد زیاتوي، د افغاني سرې میاشتې ټولنې مخکنی سرپرست مولوي مطیع‌الحق خالص د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د سرپرست په توګه او د افغانستان بانک مخکنی لومړی مرستیال نوراحمد اغا د یاد بانک د سرپرست په توګه وټاکل شول.

مجاهد لیکلي، د صنعت او سوداګرۍ وزارت د صنعت او سوداګرۍ چارو مخکنی مرستیال مولوي قدرت‌الله جمال، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري مرستیال په توګه، د استخباراتو عمومي ریاست له اقتصادي فساد سره د مبارزې ریاست مخکنی رییس مولوي احمدالله زاهد، د صنعت او سوداګرۍ وزارت د صنعت او سوداګرۍ چارو د مرستیال په توګه وټاکل شول.

د مجاهد د معلوماتو له مخې، د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مخکنی سرپرست حافظ عزیزالرحمن، د افغاني سرې میاشتې ټولنې د مرستیال په توګه او دغه راز د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري مخکنی مرستیال ملا سعدالدین د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د مالي او اداري مرستیال په توګه وټاکل شول.