کابل (پژواک، ۲۳ چنګاښ ۱۴۰۳): په کونړ ولایت کې د پژواک خبري اژانس پخواني خبریال خانولي سالارزي له نړۍ سترګې پټې کړې او د رسنیو بېلابېلو ملاتړو بنسټونو یې په مړينه خواشیني څرګنده کړه.
د خانولي سالارزي وراره فریدالله سالارزی وایي، هغه له څه مودې راهېسې ناروغ و او تېره شپه ناوخته يې له نړۍ سترګې پټې کړې.
هغه وویل چې د سالارزي جنازه به سبا یکشنبې د کندوز ولایت په چهاردرې ولسوالۍ کې په خپله پلرنۍ هدیره کې خاورته وسپارل شي.
سالارزي په رسنیو کې د نورو دندو تر څنګ، کونړ کې د ملي راډيو ټلویزون د امر او د پژواک خبري اژانس د خبریال په توګه دندې تر سره کړي دي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز، د ازادو ژورنالیستانو اتحادیې، د خبریالانو مصوونیت کمېټې، بدخشان کې د پامير د رسنيو ګروپ او یو شمېر خبریالانو د سالارزي په مړینه خواشیني ښودلې ده.
د پژواک خبري اژانس پخواني اېډېټر جاوید همیم کاکړ لیکلي: « د مشر ژورنالیست ملګري خان ولي سالارزي مړینې سخت ودردولم، څه بی اعتباره ژوند دی، سالارزی یو بې جوړې ، حلیم او مینه ناک انسان و. الله ج دې یې جنتونه نصیب کړي.»
بل خبریال اجمل ظاهر پر خپله فېسبوکپاڼه لیکلي: « سالارزی صيب دروند خويه، مهربان او د ملګرو په طبعه پوه خاکساره مشر و، د دې دروند انسان په حق کې څښتن تعالی ته لاسونه لپه کوم چې خدای یې ابدي ژوند د جنت په مزاياوو خوښ کړي، او پاتي ورثه، او خپلو هم مسلکو ملګرو ته دې یې خدای ج جميل صبر ور په برخه کړي.»
ځینو نورو خبریالانو هم د سالارزي په مړینه خواشیني ښودلې او د هغه مړینه یې د رسنیز ډکر لپاره یو ضایع بللې ده.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن