ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سومالیا کې د چاودنې له امله پنځه کسان مړه او ۲۰ نور ټپیان شوي

سومالیا کې د چاودنې له امله پنځه کسان مړه او ۲۰ نور ټپیان شوي

author avatar
15 Jul 2024 - 17:45
سومالیا کې د چاودنې له امله پنځه کسان مړه او ۲۰ نور ټپیان شوي
author avatar
15 Jul 2024 - 17:45

کابل (پژواک، ۲۵ چنګاښ ۱۴۰۳): د راپورونو له مخې، د سومالیا ولسمشرۍ ماڼۍ ته نږدې د یوه موټربم چاودنې له امله پنځه کسان مړه او ۲۰ نور ټپیان شوي.

رویټرز اژانس راپور ورکړی چې یاده چاودنه پرون شپه (یک‌شنبه) د سومالیا په پلازمینه موګادیشو کې د یوه رسټورانټ مخې ته وشوه.

د راپور له مخې، یادې چاودنې نږدې ۱۰ موټرونه تخریب کړي او د ولسمشرۍ ماڼۍ ته څېرمه خوندي سیمه کې یې څو ودانیو ته زیان اړولی دی.

ورته مهال، راپور کې راغلي چې د «الشباب» شبه‌نظامیانو ډلې د یاد برید مسوولیت پر غاړه واخیست او ویې ویل، دوی هغه ځای پر نښه کړی چې په کې د یاد هېواد امنیتي چارواکو یو له بل سره لیدنه کوله.

Views: 5

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.