ترینکوټ (پژواک، ۴ زمری ۱۴۰۳): اروزګان کې مسوولین وایي، د دغه ولایت په ګیزاب ولسوالۍ کې سل کسان چې ۸۰ یې ښځې دي د شپږ میاشتني حرفوي زدهکړو له پروګرام څخه فارغ شول.
د اروزګان ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست اداري مدیر ننګیالی حبیبي وایي، یاد زدهکړییز مرکز د خوړو نړۍوال پروګرام په مالي ملاتړ جوړ شوی و.
د هغه په وینا، په ګیزاب ولسوالۍ کې اتیا ښځو ته د کالیو او خامک ګنډلو برخو او شلو نارینو ته د موټرسایکل جوړونې برخه کې روزنه ورکړل شوه.
حبیبي زیاتوي، د یاد پروګرام په پای کې فارغینو ته په اړوند برخو کې وسایل هم ورکړل شول.
دی وایي، دا پروګرام چې نن پای ته ورسېد، د یاد ریاست تر چتر لاندې په لاره اچول شوی و او ګډونوال یې تر ډېره د خپلو کورنیو سرپرستان وو.
هغه زیاتوي، له دې وروسته به فارغ شوي نارینه او ښځینه د همدغه مسلک په مرسته د خپلو کورنیو اړتیاوي پوره کوي.
ورته مهال، د یاد پروګرامه فارغان خوشحاله دې چې دغه ډول روزنه ورکړل شوه.
د کریمالله په نوم یو فارغ شوی کس وایي، ژمن دی چې له دې وروسته به د دغه کسب له لارې چې زده کړی یې دی، د خپلې کورنۍ اړتیاوې پوره کوي.
د یادونې ده، له دې مخکې هم اروزګان ولایت کې دغه ډول پروګرامونه جوړ شوي وو.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP