مزارشریف (پژواک، ۸ غویي ۱۴۰۳): په بلخ ولایت کې د یوه خصوصي فابریکې له خوا د چرګانو تولید شوې دانه په لومړي ځل تاجکستان ته صادر شوه.

په دې اړه جوړه شوې غونډې ته د یادې فابریکې مسوول محمدافضل افضلي ووېل چې اوسمهال افغانستان د چرګانو دانې له اړخه پر ځان بسیا دی او ټاکل شوې چې د روان کال تر پایه ۱۰۰۰ ټنه دانه تاجکستان ته صادر کړي.

هغه وایي: «موږ د صنعت او سوداګرۍ وزارت سره په همغږۍ له تاجکستان هېواد سره د ١٠٠٠ ټنه دانې د صادراتو قرارداد کړی چې د روان کال تر پایه به ورته صادره شي، دغه لومړۍ محموله چې نن صادرېږي نږدې ٢٥ ټنه د چرګانو دانه پکې بار ده چې د شېرخان ګمرک له لارې به تاجکستان ته ولېږل شي.»

په همدې حال، د بلخ ولایت صنعت او سوداګرۍ ریاست مسوولین بهرنیو هېوادونو ته د افغاني توکو صادرول د اقتصادي ودې لپاره ګټور بولي او سوداګرو ته په دغه برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکوي.

د بلخ صنعت او سوداګرۍ خونې رییس امیرمحمد متقي وايي، اسلامي امارت هڅه کوي چې نورو هېوادونو کې د کورنیو تولیداتو لپاره بازارموندنه وکړي او هغه توکي چې هېواد یې له اړخه پر ځان بسیا دی، نورو هېوادونو ته صادر کړي.

د یادونې ده، تر دې مخکې د یوه خصوصي شرکت تولید شوي بېسکېت قزافستان ته او تېر کال په لومړي ځل له بلخه روسیې ته انګور صادر شوي وو.