چاریکار (پژواک، ۱۱ زمری ۱۴۰۳): د کاپیسا سیمهییز مسوولین وايي چې د دغه ولایت د الهسای ولسوالۍ په «درهکوتي» سیمه کې پرون مازدیګر د یوه موټر چپه کېدو له امله پنځه کسان مړه شوي او درې نور ټپیان دي.
د کاپیسا ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند عبدالفتاح فایز پژواک خبري اژانس ته وویل چې پرون مازدیګر د دغه ولایت د الهسای ولسوالۍ په درهکوتي سیمه کې یو فلاینکوچ موټر له سړکه وتلی او چپه شوی دی.
هغه زیاته کړه، په دې پېښه کې د موټر سپرلیو له ډلې درې ښځې او دوه نارینه مړه شوي او د ماشومانو په ګډون درې نور کسان ټپيان شوي دي.
هغه وویل چې د پېښې ټپيان روغتون ته لېږدول شوي دي.
فایز د پېښې لامل د سړک لږ پلنوالی او د موټر چلوونکي نه پاملرنه بللې ده.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن