ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ځیني هوایي شرکتونو اسرائیل او لبنان ته خپلې الوتنې ځنډولې دي | تېره اونۍ په افغانستان کې په بېلابېلو پېښو کې ۷ کسان وژل شوي او یو ټپي و | لوګر کې د کانګفو ورزشي سیالۍ ترسره شوې | درملو ته نه لاسرسی؛ هرات کې یو شمېر کوچیان د خپلو څارویو تلف کېدو ته اندېښمن دي | هرات کې د ۱۳،۵ میلیون افغانیو په لګښت یو کانال او یو استنادي دېوال جوړیږي | پروان کې د خلکو په شخصي لګښت یوه ښوونځي ته ودانۍ جوړه شوه | کونړ کې د دوو کورنیو ترمنځ زړه دښمني پای ته ورسېده | بلخ کې د فوټسال سیالۍ د «قناعت» لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې | د ایران نوی حکومت؛ د کابل او تهران ګډې ننګونې او فرصتونه | د اروزګان یو شمېر اوسېدونکي د «سراب» بند جوړېدو غوښتنه کوي
کندهار کې اصلاحي غونډه او د چارواکو بېلابېلې څرګندونې

کندهار کې اصلاحي غونډه او د چارواکو بېلابېلې څرګندونې

author avatar
3 Aug 2024 - 15:04
کندهار کې اصلاحي غونډه او د چارواکو بېلابېلې څرګندونې
author avatar
3 Aug 2024 - 15:04

کابل (پژواک، ۱۳ زمری ۱۴۰۳): کندهار کې د اصلاحي غونډې پر مهال د ا.ا چارواکو ویلي، ګرمه او فزیکي جګړه پای ته رسېدلې، خو سړه او فکري جګړه اوس هم روانه ده؛ د اردو منسوبین باید له هغو اقداماتو ډډه وکړي چې د ولس د نفرت لامل ګرځي.

وړمه ورځ په کندهار کې د ا.ا د مشر شیخ هبة‌الله اخندزاده په حضور کې د ملي دفاع وزارت څه باندې ۶۰۰ مسوولینو لپاره درې ورځنۍ “اصلاحي غونډه” جوړه شوې وه چې یو شمېر لوړپوړو چارواکو هم ګډون په کې کړی و.

ملي دفاع وزارت د اسلامي امارت د یو شمېر لوړپوړو چارواکو یادې څرګندونې تېره ورځ پر خپله اېکس‌پاڼه خپرې کړې دي.

د استخباراتو لوی رییس ملا عبدالحق وثیق ویلي: «ګرمه او فزیکي جګړه پای ته رسېدلی ده، مګر سړه او فکري جګړه اوس هم جریان لري چې د دغه جنګ اصلي هدف زموږ مجاهدین دي چې هغه په څو ډلو ووېشي.»

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي ویلي، اردو د ولس او حکومت ساتنه کوي، باید داسې محبوبیت پیدا کړي څو ټول ولس یې په څنګ کې وي، د اردو منسوبین باید له هغو اسبابو اجتناب وکړي چې د ولس د نفرت لامل ګرځي.

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمدیعقوب مجاهد ویلي، څرنګه چې د یوه اسلامي نظام په اسلامي لښکر کې خدمت مسوولیت او عبادت دی او هر مسوولیت او عبادت خپل اصول او احکام لري، باید له فقهي پلوه مجاهد په دغو اصولو او احکامو پوه کړل شي، څو يې په اسلامي پوځ کې خدمت عبادت وګرځي او مسوولیت په شرعي توګه سر ته ورسوي.

نوموړي دغه راز ویلي، د اسلامي اردو مجاهدینو ته دې د ضروري دیني احکامو ترڅنګ په اسلامي اردو کې د مسوولیت او خدمت اصول، احکام او اداب ور زده کړل شي.

د ملي دفاع وزارت سرپرست زیاته کړې: «د افغانستان د اردو تاریخ ته که وګورو، یوه اردو هغه مهال له خپلې خاورې د دفاع جوګه کېدای شي چې کله دا اردو په قوي اسلامي عقیده او فکر روزل شوې وي، په تمویل او تجهیز کې پر پردیو اتکا ونه لري او خپلواکه وي، لوړه ملي روحیه ولري، هم یې قوماندانان د ټولنې تر ټولو پاک کادرونه وي او هم هیڅ ډول مفسد او نامطلوب اشخاص په کې ځای ونه لري.»

د مولوي محمدیعقوب مجاهد په وینا، اوس افغانستان یوه منظمه، خپلواکه او اسلامي اردو لري چې پیاده، توپچي، زغره‌وال، هوايي او کومانډو ځواکونه لري، په قوي اسلامي عقیده او اسلامي فکر روزل شوي، لوړه محاربوي روحیه او پیاوړې جنګي تجربه لري او د پرمختللې روزنې، عصري کولو او تجهیز لپاره یې کار روان دی.

د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج‌الدین حقاني ویلي: «شهادتونه موږ باید کمزوري نه کړي، دین د خدای تعالی دی او ساتنه یې هم خپله کوي، مسوولیتونه باید موږ سره جلا نه کړي، د اسماعیل هنیه تقبله الله په شهادت د زړه څخه خپه او غمګین یو.»

نوموړي دغه راز زیاته کړې: «موږ ټول د فتحې څخه مخکې په یو شان یو او د یوه امیر تر قیادت لاندې یو، موږ هغه کسان نه یو چې د قدرت لپاره جنګدلي یو، موږ جهاد د الله تعالی د دین لپاره و، په ټول هېواد کې د فتحې په وخت کې د مجاهدینو ترمنځ هيڅ ډول ستونزه پیدا نه شوه چې دا د یووالي او وحدت برکت و.»

د حج او اوقافو وزارت سرپرست نورمحمد ثاقب ویلي: «په ننني عصر کې تر دې مخکې هيچا د اسلامي نظام تمثیل نه شوای کولای، الحمدالله اسلامي امارت د اسلامي حکومت یوه ښه بېلګه ده، زموږ د بریا راز په دې کې دی چې د الله او د هغه رسول له اطاعت وروسته د اسلامي امارت د واکمنانو اطاعت وکړو.»

نوموړي د جزئیاتو له ورکولو پرته زیاته کړې، ډېر داسې حرکتونه وو چې پوه خلک یې درلودل، خو د نه اطاعت له امله له منځه ولاړل.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي، اردو یو هېواد اصلي ستنې او رکن ده چې د نظامونو ناکامي له اردو سرچینه اخلي.

مجاهد زیاته کړې، بې خبره اردو بې هدفه کارول کېږي، نړۍ د پېښو په اړه باید اړینه پوهه ولري، څو په راتلونکي کې له دې ستونزو سره مخ نه شي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.