اسعداباد (پژواک، ۱۳ زمری ۱۴۰۳): د کونړ په شیګل ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ ۲۷ کلنه دښمني چې دوه کسان پهکې وژل شوي وو، د یوې قومي جرګې له لارې حل او فصل شوه.
له نن څخه ۲۷ کاله مخکې د کونړ د شیګل ولسوالۍ د اتو سیمې د اوسېدونکو محمد داوود او محمدهاشم د کورنیو ترمنځ د ځمکې پر سر شخړه وشوه چې له یوې کورنۍ دوه کسان پهکې ووژل شول.
نن د دغو دښمنو کورنیو ترمنځ د ولایتي ادارې او قومي مشرانو په هڅو روغه جوړه وشوه.
د دې جرګې یوه غړي او قومي مشر ضابط حیاتالله وویل: «دواړو کورنیو کابو ۲۷ کاله له یو بل سره دښمني لرله، تریخ ژوند یې تېراوو، نن یې یو بل ته بښنه وکړه او ژمنه یې وکړه چې په راتلونکي کې به د ورورۍ په فضاء کې ګډ ژوند تېروي.»
نوموړي وایي، د جرګې د پرېکړې له مخې، که هر لوری په راتلونکي کې سرغړونه وکړي او یو بل ته ستونزې جوړې کړي، نو قوم ته به یو میلیون افغانۍ د جریمې په ډول ورکوي.
ورته مهال، د دواړو کورنیو غړي هم د جرګې له پرېکړې خوښ دي چې د روغې جوړې او مشرانو په منځګړتوب یې دښمني بېرته په ورورۍ بدله شوه.
محمد داوود چې په دښمنۍ کې یې د کورنۍ دوه غړي وژل شوي، وایي، خوښ دی چې له مقابل لوري سره یې روغه وکړه او په وینا یې، له دې وروسته به یې کورنۍ له ډار پرته د ارام ژوند وکړي.
هغه وویل: «په دښمنۍ کې مې د کورنۍ دوه غړي له لاسه ورکړل، له سختو تنګو سره مخ شوو، موږ د قومي جرګې پرېکړې ته غاړه کېښوده او د خدای د رضا لپاره مو مقابل لوري ته بښنه وکړه.»
دغه راز، د دې دښمنۍ بل لوری د محمدهاشم کورنۍ وه، هغه وویل: «دښمنۍ زموږ ژوند تریخ کړی و، ټول عمر مو په یوه ځای او بل ځای کې په وېره تېر کړ، زه له ولایتي ادارې او قومي جرګې مننه کوم چې د خبرو اترو له لارې یې زموږ ترمنځ سوله وکړه.»
دوی له هغو کورنیو هم د سولې او روغې جوړې غوښتنه کوي چې په خپلو منځونو کې دښمنۍ پالي.
په همدې حال کې د دغه ولایت د محاکمو رییس مولوي عزیزالرحمن وویل، د نظام پياوړتیا، استحکام، استقرار او ثبات د ولسونو په يووالي کې نغښتی او زیاتوي چې اسلامي امارت تل کوښښ کوي چې د ولسونو ترمنځ لویې او کوچنۍ ستونزې د شرعي پرېکړو او جرګو له لارې حل او فصل کړي.
هغه وایي، په تېرو شاوخوا درېیو کلونو کې یې په کونړ کې د ولایتي ادارې او قومي مشرانو په منځګړيتوب د خلکو او قومونو ترمنځ لسګونه لویې او وړې شخړې حل کړې دي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن