ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې دوو کسانو ځان‌وژنه کړې

ننګرهار کې دوو کسانو ځان‌وژنه کړې

author avatar
12 Aug 2024 - 11:56
ننګرهار کې دوو کسانو ځان‌وژنه کړې
author avatar
12 Aug 2024 - 11:56

جلال‌اباد (پژواک، ۲۲ زمری ۱۴۰۳): د ننګرهار ولايت امنیتي مسوولين وايي، دره نور او سره‌رود ولسواليو کې دوو کسانو په جلا جلا پېښو کې ځان‌وژنه کړې ده.

مسوولین وایي، په دغو کسانو کې يوه یې په سهوي ډز ځان وژلی دی.

د ننګرهار امنیې قوماندانۍ وياند حافظ عبدالبصير زابلي د زمري په ۲۲مه پژواک خبري اژانس ته وويل، پرون مازیګر مهال د دغه ولايت د دره نور ولسوالۍ په وایګل سيمه کې يوه کس ځان وژلی دی.

هغه زياته کړه، د پېښې ځای ته د یادې ولسوالۍ امنیتي منسوبینو ځانونه رسولي، پېښه يې څېړلې، د وژل شوي کس کورنۍ تاييد کړې چې خپله یې ځان ویشتلی دی.

هغه زیاته کړه، وژل شوي کس څو مياشتې مخکې خپل پلار په دې خاطر د تبر په واسطه وژلی و چې پلار یې ورته د لمونځ کولو ويلي وو او اوس چې يې ځان وژلی نو ښايي علت يې هم همدا وي.

د يو بل خبر له مخې، د سره رود ولسوالۍ اړوند شيخ مصري ښارګوټي سيمه کې هم يو کس خپل ځان وژلی دی.

زابلی وايي، په سيمه کې د دوو کورنيو ترمنځ د ماشومانو پر سر جنجال او لفظي شخړه رامنځته شوې وه کله چې د يوه اړخ دغه ځوان غوښتل چره‌ييز ټوپک باندې ډز وکړي چې ډز خطا شوی او ځان يې پرې ویشتلی دی.

د سيمې يوه اوسېدونکي خدای نور پژواک ته وويل، کله چې دغه ځوان ټوپک ته لاس کړی او ډز يې کولو مور يې ټوپک ترې کش کړی چې په ډز باندې همدا ځوان لګېدلی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د اسلام له نظره ځانه وژنه حرام او منع ده.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.