ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړی محمدنبي کابل ته راغی

د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړی محمدنبي کابل ته راغی

author avatar
13 Aug 2024 - 12:12
د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړی محمدنبي کابل ته راغی
author avatar
13 Aug 2024 - 12:12

کابل (پژواک، ۲۳ زمری ۱۴۰۳): د افغانستان کرکټ بورډ وایي چې د هېواد د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړی محمدنبي نن سهار کابل ته را ورسېد.

د افغانستان کرکټ بورډ نن پر خپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي چې د کرکټ ملي لوبډلې ځلانده ستوری محمدنبي نن سهار کابل ته راورسېد او د شپږیزه کرکټ لیګ نهم پړاو سیالیو کې به د مس‌عینک اتلانو لوبډلې په ګټه ولوبېږي.

ټاکل شوې وه چې شپږیزې کرکټ لیګ سیالیو ته د کرکټ ملي لوبډلې د شل اووریزو لوبو لوبډلمشر راشد خان راشي چې هغه د سپین‌غر لوبډلې کپتان هم ټاکل شوی و، خو تېره ورځ د «ESPNcricinfo» ویب پاڼې ویلي چې راشد خان تېره اونۍ د ټپ له امله په انګلستان کې د روانو سل بالونو له لوبو بهر شوی دی.

دغه راز، د کرکټ ملي لوبډلې بل لوبغاړي نوین‌الحق هم پر خپله فېسبوک‌پاڼه د روانې اګسټ میاشتې په پنځمه یو انځور خپور کړی و او داسې ښکارېده چې په کوم روغتون کې بستر و.

هغه له خپل انځور سره لیکلي و: «هر څه ښه دي چې ښه پای ته رسېږي.»

دغه راز، د شپږیزه کرکټ لیګ سیالۍ پرون په کابل کې د هېواد د پنځو زونونو لوبډلو ترمنځ پیل شوې.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.